د لاسرسي ځای

تازه خبر

" صوبايي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان ۲ سیټونه کافي نه دي"


د جنوبي وزیرستان نقشه
د جنوبي وزیرستان نقشه

ډېره اسماعیل خان ـ د جنوبي وزیرستان خلک وايي، د پاکستان د حکومت هغه پرېکړه ورته د منلو وړ نه ده چې په صوبايي اسمبلۍ کې یې دوی ته یواځې دوه سیټونه ورکړي دي. دوی وايي د دوی سیمه پراخه او ابادي زیاته ده نو د دوی زیات سیټونه جوړېږي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن ویلي دي چې د ۲۰۱۸م کال تر پایه په قبایلي سیمو کې حلقه بندۍ کوي او بیا به د ۲۰۱۹م کال په پسرلي کې هلته لومړی بلدیاتي او بیا د صوبايي اسمبلۍ انتخابات کوي.

د حلقه بندیو تر بشپړېدو مخکې انتخاباتي کمېشن په دې اړه یو لېسټ خپروي او بیا د ولس د اعتراضونو په رڼا کې پکې بدلون راولي. د کمېشن چارواکي وايي چې د ډېسېمبر په لومړۍ نیمايي کې به دا بهیر بشپړ کړي. خو د جنوبي وزیرستان اوسیدونکي وايي دوی به په دوو سیټونو بسنه و نه کړي.

د خان ولي خان محسود په نوم یو ځايي مشر وايي:

((قبایلي علاقو ته د صوبايي اسمبلۍ د سیټونو په راتګ خوشاله یو، خو د سیټونو تقسیم د ابادۍ په بنیاد نه دی شوی. دوی دې د سیټونو تقسیم په داسې ډول وکړي چې خلکو ته د منلو وړ وي.))

یو بل ځايي مشر سردار جمال الدین شملخېل وايي، د پاکستان په وروستۍ سر شمېرنه کې هم له دوی سره زیاتی شوی او دوی هغه مهال احتجاج هم کړی وو خو چا یې غږ نه وو اورېدلی. هغه زیاته کړه:

((اوس هم دا خبره ده چې موږ په قامي اسمبلۍ کې دوه ممبران لرو، په هغه حساب په صوبايي اسمبلۍ کې زموږ شپږ سیټونه جوړېږي. که شپږ نه وي نو څلور سیټونه خو دې خامخا راکړي.))

هلته په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان د خلکو استازی علي وزیر وايي، دوی به د جنوبي وزیرستان د خلکو دغه غوښتنې لوړ پوړو چارواکو ته رسوي او د هغوی د حقونو د تر لاسه کولو لپاره به خپلې مرستې نه سپموي:

((موږ د دوو سیټونو خبره نه منو ځکه چې زموږ خلک د عملیاتو له وجې د پاکستان نورو ښاري سیمو ته کډه شوي، همدا وه چې دوی د سرشمېرنې په وخت په جنوبي وزیرستان کې نه ول نو ځکه ابادي کمه وښودل شوه. نو دا دوه سیټونه راکول ډېر زیاتی دی، نو موږ به په اسمبلۍ کې هم په دې اړه خپل غږ پورته کوو او احتجاج به هم کوو.))

د جنوبي وزیرستان اوسیدونکي دا هم وايي چې د دوی سر شمېرنه او د ووت،نو اندراج دې له سره وشي او د هغې مطابق دې بیا په صوبايي اسمبلۍ کې دوی ته حق ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG