د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جرمني یو عدالت یو کس ته د ترهګرۍ په تړاو سزا واوروله


عدالت.
عدالت.

یو جرمنی وګړی چې په افغانستان کې یې د وسله‌والو طالبانو لپاره په جګړه کې ګډون کړی و، په یوې ترهګرې ډله کې د غړیتوب په جرم سزا شوی دی.

د جرمني د ډ(ي پي اې) خبري اژانس د دېسېمبر پر ۱۰مه خبر ورکړ چې د دوزلدورف یو عدالت ۳۷ کلن توماس چې تخلص یې یوازې K ښودل شوی، په شپږو کلونو د بند سزا واوروله.

څارنوالانو وویل چې هغه په ۲۰۱۳م کال د طالبانو لپاره جګړه پیل کړې او د روان کال تر فبرورۍ پورې چې نیول کېږي، دغې جګړې ته دوام ورکړی و.

نوموړی په اپریل میاشت کې بېرته جرمني ته ستون کړی شو.

د څارنوالانو په وینا نوموړي په دې موده کې چاویدیدونکي وسیلې برابرولې، د ځانوژونکو حملو لپاره یې تیاری نیوه او هم یې د جرمني د سختدریځو په یوه ویډیو کې تبلیغ کړی و.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG