په ایران کې یو سیاسي فعال، وحید صیادي ناصري په زندان کې تر ۵۰ ورځو غذايي اعتصاب وروسته مړ شو.
د هغه کورنۍ دا خبر نن د ډېسېمبر پر ۱۳مه د مشال راډيو ايراني څانګې ته ورکړ.
د وحید ناصري خور ویلي چې چارواکو هغوی ته خبر ورکړ چې ورور یې د ډېسېمبر پر ۱۲مه، د قُم ښار په یوه زندان کې مړ شوی دی.
ناصري په ایران کې له پېژندل شوو سیاسي فعالانو و.
هغه په ۲۰۱۵ م کال کې د ټولنیزو رسنیو پر شبکو د ځینو پیغامونو خپرولو په تور ونیول شو.
پر نوموړي تور پورې شوی و چې د ایران ستر مذهبي مشر، ایت الله علي خامنه اي ته یې سپکاوي او د دولت پرضد پروپاګند کړی او په اته کاله زندان محکوم شو.