د اوکراین ولسمشر پېترو پوروشېنکو په هېواد کې لګولې مارشلا د ډېسېمبر پر ۲۶مه ختمه کړه.
دا په داسې حال کې ده چې په هغه هېواد کې لا هم ناکراري ده.
ولسمشر پوروشېنکو په نومبر کې د اوکراین په سرحدي سیمو کې تر هغې وروسته مارشل لا یا پوځي قانون نافذ کړ چې روسیې په تور سمندر کې د اوکراین بیړۍ او ۲۴ ماڼوګان ونیول.
نیولي ماڼوګان لا هم له روسیې سره دي او پر هغوی په ناقانونه توګه د روسیې له پولې د اوړیدو تورونه دي.
امریکا او اروپایي اتحادیې د مسکو دا ګام ناقانونه بللی او پر روسیې یې غږ کړی دی چې نیولي ماڼوګان او کښتۍ دې په سمدستي توګه اوکراین ته وسپاري.