د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ د کانګريس له مشرانو سره د بندو حکومتي ادارو په اړه غږېږي


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ.

پراګ- د امریکایي کانګرس او د سپینې ماڼۍ غړي به د جنوري پر پينځمه ویني او د ځینو تړل شويو حکومتي ادارو د بيا پرانيستلو په اړه به خبرې کوي.

دا له هغه وروسته ده چې د جنوري پر څلورمه امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د ډیموکراټ ګوند ځېنو مشرانو غړو ترمنځ د حکومتي ادارو د پرانیستلو خبرې ناکامه شوې.

د فيډرالي حکومتي ادارو بندېدلو شاوخوا اته لکه کارکوونکي له تېرو ۱۳ ورځو راهیسې اغېزمن کړي دي.

د جنوري پر څلورمه په دويم ځل دواړو خواو د بندو دروازو تر شا خبرې وکړې.

ولسمشر ټرمپ تر پنځه اربه ډالره زیاتې پيسې غواړي چې له مېکسیکو سره پر پوله دېوال جوړ کړي خو ډیموکراټان پر پوله د امنیت بوديجه تر ۱.۳ اربه ډالرو نه زیاتوي او د دیوال لپاره یې د دغو پېسو ځانګړي کول رد کړي دي.

ولسمشر ټرمپ د جنوري د څلورمې خبرې یوه ښه غونډه بللې خو د ځېنو حکومتي ادارو بندېدل یې تر میاشتو او ان ترکلونو پورې د غځولو هم ویلي دي.

د ډیموکراټ ګوند غړو پر ولسمشر ټرمپ غږ کړی چې حکومتي ادارې پرانيزي او د پولې پر امنیت به خبرې روانې وي.

د جنوري پر درېمه د ډیموکراټ ګوند لخوا د استازو جرګې د مشرې په حېث تر سوګند پورته کولو وروسته نېنسي پېلوسي وویل، دوی دېوال نه جوړوي.

XS
SM
MD
LG