د لاسرسي ځای

تازه خبر

له مېکسیکو سره پر پوله د دېوال پر سر د ټرمپ او کانګرس اختلاف برقراره دی


ټرمپ له کانګرسه غواړي چې له مېکسیکو سره پر پوله دې ورته د دېوال لپاره پیسې ورکړي
ټرمپ له کانګرسه غواړي چې له مېکسیکو سره پر پوله دې ورته د دېوال لپاره پیسې ورکړي

پراګ - د مشال راډيو د خبرونو مرکزي څانګې رپورټ وايي، د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هڅه کوي چې له مېکسيکو سره د دېوال جوړولو لپاره په نوي بجټ کې ۵،۶ اربه ډالره منظورې کړي خو په کانګرس کې د ډېموکراټ ګوند مشران یې ورسره نه مني.

ډېموکراټانو، چې د نوي کانګرس په استازو جرګه کې اکثريت لري، دا تجويز يې ورکړی چې په مجموعي توګه دې د پولې پر امنيت ۱،۳ اربه ډالر مصرف شي.

ټرمپ په ۲۰۱۶ز کال کې په انتخاباتي کیمپېن کې يې ژمنه کړې وه چې له مېکسيکو سره به پر پوله دېوال جوړوي.

نوموړي د هر هغه وفاقي بجټ له لاسليکولو انکار کړی چې دغه دېوال ته پکې پيسې نه ځانګړې کېږي.

هم له دې وجې د امريکا بجټ منظوري له ځنډ سره مخامخ شوې چې له کبله یې د جنورۍ پر نهمه، پر ۱۹مه ورځ هم د وفاقي حکومت یو شمېر ادارې په جزوي توګه تړلې وې.

که وغواړم نو دا کولی شم. موږ بېړنی حالت اعلانولای شو.
ډونلډ ټرمپ

د بجټ پر سر د لانجې له کبله په امريکا کې په ۱۹۹۵ او ۱۹۹۶ز کلونو کې ۲۱ ورځې حکومتې ادارې بندې وې چې دا د حکومتي پارچاو تر ټولو اوږده موده ده.

ټرمپ وايي، له مېکسيکو د ناقانونه کډوالو د ورتګ او د نشه يي موادو قاچاق مخنیوي لپاره دېوال جوړول اړین دي.

نوموړي د ولسمشرۍ په انتخاباتي کیمپېن کې ژمنه کړې وه چې مېکسیکو به د دېوال جوړولو پیسې ورکوي، خو اوس داسې نه وايي.

ډېموکراټان او نور ناقدين په دې عقيده دي چې هېواد يې دېوال ته اړتيا نه لري.

خو ټرمپ او د ده ډله وايي چې پر جنوبي پوله ترهګر ورځي.

د سپينې ماڼۍ یوې وياندې د جنورۍ پر شپږمه له فاکس نیوز ټېلېوېژن سره په خبرو کې وويل، له جنوبي پولې یې هېواد ته شاوخوا ۴،۰۰۰ مشکوک ترهګر وراوړي.

د نوموړې د دې ادعا کره ثبوت نشته.

بلخوا د کېټو په نامه يو څېړنيزه اداره وايي، له ۱۹۷۵مه تر ۲۰۱۷ز یو ترهګر هم د مېکسیکو له لارې امریکا ته نه دی ورغلی.

بلخوا د جنورۍ پر درېیمه د امريکا د استازو د جرګې مشرې نينسي پلوسي وويل: "موږ دېوال نه جوړوو.؛

پلوسي وویل، دېوال جوړول "غیر اخلاقي" کار دی.

له امریکايي اساسي قانون یا ایین سره سم، حکومت ته د لګښتونو لپاره د پیسو ورکولو واک د کانګرس دی.

خو ټرمپ ویلي دي چې د دې دېوال جوړولو لپاره د بیړنیو حالاتو ولسمشریز واک هم کارولای شي.

نوموړي د جنورۍ پر څلورمه خبريالانو ته وويل: "که وغواړم نو دا کولی شم. موږ بېړنی حالت اعلانولای شو."

د ټرمپ دغه څرګندونو پوښتنه پیدا کړې چې ايا هغه دغه واک لري او که نه؟

ډېموکراټان وايي، نه یې لري.

XS
SM
MD
LG