پراګ - د صنعتي او کاروباري چارو لپاره د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر سلاکار او د صوبايي اسمبلی غړی وايي، حکومت د ۲۰۱۹ز کال د فبرورۍ په پیل کې په نوښار کې د رشکۍ اقتصادي او صنعتي زون پرانیزي.
عبدالکریم خان د جنورۍ نهمې پر ماښام مشال راډيو ته وویل، په پرانیسته کې د ځنډ لامل دا دی چې له یوې چینايي کمپنۍ سي ار بي سره د رعایت ورکولو موافقه لا نه دی شوی چې ښايي په راتلونکو ۱۰ ورځو کې وشي.
تر دې مخکې نوموړي په نومبر کې مشال راډیو ته ویلي ول چې حکومت غواړي دا اقتصادي زون چې د چین – پاکستان اقتصادي لار د پروژو برخه دی، د ۲۰۱۸ز کال په پای او یا د ۲۰۱۹ز د جنورۍ په پیل کې پرانیزي.
دا لویه پوښتنه ده ځکه چې په اوسنیو حالاتو کې څوک زموږ په صوبه کې سرمایه کارۍ ته تیار نه دي.زاهد شینواری
خو عبدالکریم خان وايي، په کراچۍ کې پر چینايي کونسلګرۍ تر حملې وروسته بیجنګ د ویزو ورکولو په بهیر کې ځنډ وکړ نو ځکه دا کار ونشو:
"زموږ خیال وو چې د کنسېشن (رعایت) [موافقه] به د ډېسېمبر په پیل کې وشي خو په کراچۍ کې د حملې له کبله چین ویزې نه ورکولې. نو ځکه ۱۵ ورځې ځنډ وشو. موږ تمه لرو چې د جنورۍ تر ۱۵مې به معاهده وشي نو د فبرورۍ په پیل کې به دا زون پرانیستل شي."
خو د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونو (چېمبر اف کامرس اېنډ انډسټریز) پخوانی مشر زاهد شینواری وايي، د صوبې په رسالپور، ګدون او ډېره اسماعیل خان کې صنعتي زونونه موجود دي او دا بل به هم جوړ شي چې پکې به پلاټونه، څلوردېوارۍ او دفترونه وي، خو اصلي پوښتنه د پانګونې ده:
"دا لویه پوښتنه ده ځکه چې په اوسنیو حالاتو کې څوک زموږ په صوبه کې سرمایه کارۍ ته تیار نه دي؟ زه ډېر کسان پېژنم چې هغوی د فیصل اباد په اقتصادي زون کې پلاټونه واخیستل، څوک د لاهور سندر اېسټېټ او بیا ځېنې د شیخوپورې صنعتي زون ته تللي دي. نو ځايي خلک سرمایه کارۍ ته تیار نه دي. زه نه ګڼم چې له پنجابه او یا له نورو ځایونو به [پانګوونکي] د رشکۍ زون ته ورشي."
شینواری زیاتوي چې په اوسنیو حالاتو کې په خیبر پښتونخوا کې کارخانه جوړول ګټه نه لري خو حکومت ته په کار ده چې په نوي صنعتي زون کې پانګوونکو ته مراعات ورکړي.
خو د صنعتي او کاروباري چارو لپاره د وزیر اعلا سلاکار عبدالکریم خان وايي، د رشکۍ اقتصادي او صنعتي زون د نوښار، مردان او صوابۍ ترمنځ جوړېږي چې ورسره به د سیمې خلکو ته د کار موقعې برابرې شي.
دی زیاتوي، د رشکۍ زون د نوم له اعلانېدو سره سم یې له څه د پاسه ۶۰۰ پانګوونکو څخه غوښتنلیکونه تر لاسه کړي دي.