پراګ ـ په خيبرپښتونخوا کې له جنسي ځورنو څخه د ښځو خوندې کولو د ادارې محتسبې رخشنده ناز ويلي، پلان لري چې جنسي ځورونو د پېښو ثبتولو د پروسې اسانولو لپاره صوبه په بېلا بېلو انتظامي برخو و وېشي.
د خېبرپښتونخوا حکومت شاوخوا دوې اوونۍ وړاندې د پېښور های کورټ په حکم، له جنسي ځورونو د ښځو د خوندي کولو د ادارې لپاره رخشنده ناز د محتسبې په توګه ټاکلې وه.
هغې لا هم په رسمي توګه کار نه دی پيل کړی خو د جنورۍ ۱۳مې پر مازيګر يې له مشال راډیو سره د ځانګړې مرکې پر مهال خپل راتلونکي پلانونه په ډاګه کړل.
که هرڅوک راسره د جنسي ځورونې پېښه ثبت کړي نو موږ به يې له رسنيو سره نه شريکوو بلکې په رازدارۍ سره به يې حل کوو.رخشنده ناز
رخشندې ناز وويل، پلان لري چې خيبر پښتونخوا به په داسې ځانګړو سيمو کې ووېشې چې له مخې يې په دفترونو يا تعليمي ادارو کې د جنسي ځورونو ښکار يوه ښځه يا یو سړی په اسانۍ سره خپله پېښه ثبت کړای شي.
هغې زياته کړه چې په دې تړاو یې د مدني ټولنې له سازمانونو سره هم تماسونه نيولي او ټينګار يې کړی چې هغوی دې خلک خبر کړي چې د جنسي ځورونو د مخنيوي ادارې کار پیل کړی دی .
رخشنده ناز زياته کړه، د صوبې په مختلفو دفترونو او تعليمي ادارو کې د جنسي ځورونو پېښې کېږي خو د ټولنې د فشار او د دې ترڅنګ د محتسب ادارې د نه شتون له وجې نه ثبتدلې:
"زما له معلوماتو سره سم د جنسي ځورنو ۲۰ يا ۳۰ پېښې دا وخت له حکومت سره پرتې دي. ماته چې يې لومړني مالومات راکړي دي د هغو له مخې، د جنسي ځورنې پېښې په لوی شمېر کې نه دې ثبت شوې. د دې وجه دا نه ده چې دا پېښې زياتې نه دي بلکې دغسې واقعې په پېښور پوهنتون کې هم شوې او په دې اړه په اسمبلۍ کې هم غږ راپورته شوی خو دا په زيات شمېر کې ځکه نه دې ثبت شوې چې د جنسي ځورنو د مخنيوي لپاره د محتسب اداره نه وه."
په پاکستان کې ۱۷ فيصده ښځې داسې دي چې د جنسي ځورونو له لاسه يې نوکريانې يا زده کړې پرې اېښی دي.د پاکستان محستب ادارې د ۲۰۱۶ م کال د رپورټ
خو د مرکې پر مهال رخشندې ناز په ځانګړې توګه په ډاګه کړه چې که هرڅوک له دوی سره خپله پېښه ثبتوي نو دوی به هغه په رسنيو کې نه خپروي بلکې په رازدارۍ سره به یې حل کوي.
د خيبرپښتونخوا اسمبلۍ په ۲۰۱۰ز کال کې د ښځو د جنسي ځورونو د مخنیوي قانون منظور کړی وو خو له تېرو اتو کلونو راهيسې په دې اړه د محتسب اداره نه وه جوړه شوې.
د پاکستان محتسب ادارې د ۲۰۱۶ز کال د رپورټ له مخې په دې هېواد کې ۱۷ فيصده ښځې داسې دي چې د جنسي ځورونو له لاسه يې نوکريانې يا زده کړې پرېښي دي.