پراګ ـ په اروپا کې مېشتو پښتنو د وزيرستاني ځوان نقيب مسود د لومړي تلين د لمانځنې پر مهال د پاکستان له حکومت غوښتنه کړې چې د هغه په وژنه کې ککړو کسانو ته دې سزا ورکړل شي.
نقيب مسود د ۲۰۱۸ز کال د جنورۍ پر شپږمه په کراچۍ کې ورک کړل شوی وو چې بيا يې هم د هغې مياشتې پر ۱۳ مه نېټه د پوليسو افسر راو انوار وويل چې هغه له تحريک طالبان سره د تړاو درلودلو په تور له پوليسو سره د ډزو په تبادله کې وژل شوی دی.
خو وروسته ګډې حکومتي پلټنيزې ډلې هغه بې ګناه ورګرځاوه او پر راو انور یې تور پورې کړ چې د نقيب مسود د وژلو امر يې کړی دی.
د راو انوار پرضد مقدمه درج شوه چې وروسته هغه ځان پوليسو ته و سپاره او په کور کې نظر بنده کړل شو.
د خو وروسته د کراچۍ يو عدالت راو انوار په ضمانت خوشی کړ.
د نقيب مسود وژنه د پاکستان سياسي ګوندونو وغندله او د هغه قاتلينو ته يې د سزا غوښتنه وکړه.
د جنورۍ پر ۱۳مه ياني پرون د نقيب مسود د وژنې د يو کال پوره کېدو پر مهال په ټانک کې د جلسې ترڅنګ په اروپا کې هم د هغه لومړی تلين و لمانځل شو.
د هالینډ لايډن پوهنتون په تالار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ تر انتظام لاندې جوړې شوې غونډه کې يوشمېر پښتنو ګډون وکړ.
پر دې موقع په تالار کې د نقيب مسود لوی لوی تصويرونه لګول شوي وو.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د هالینډ مشر طارق عالم د اتوار په مازيګر مشال راډیو ته وويل، ويناوالو د نقيب مسود پر وژنه خپګان و ښود او تور يې پورې کړ چې د هغه په وژنه کې يوازې راوانوار نه دی تورن بلکې تر شا يې نور قوتونه هم دي.
دی وايي، ويناوالو په پښتنو په سيمو کې د بشري حقونو په سرغړونو او ظلمونو هم رڼا واچوله.
ددې ترڅنګ د يکشنبې پر ورځ هم د سويډن په مالمو ښار کې د نقيب مسود لومړی تلين ولمانځل شو چې پکې له ډنمارک او شاوخوا سيمو څخه ورغلو پښتنو ګډون وکړ.
غونډې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ د سويډن د مشرانو ترڅنګ د دې تحريک مشر منظور پښتين، ثنا اعجاز او وړانګې لوڼۍ د سکايپ له لارې ويناګانې وکړې.
منظور پښتين په خپله وينا کې تور پورې کړ چې د نقيب مسود تورن وژونکي راو انوار ته سزا نه ورکول کېږي.
هغه زياته کړه چې راوانوار "يو فرد نه بلکې يو سوچ دی."
منظور پښتين ادعا وکړه چې پښتانه د ترهګرۍ په نوم بدنامول کېږي او ورسره ظلم کېږي.
هغه پر اروپا مېشتو پښتنو غږ وکړ چې په کومو هېوادونو کې ژوند کوي د هغو په ملي ژبو کې دې ليکنې وکړي او نړۍ دې له پښتنو سره د ده په وينا روانو ظلمونو خبره کړي.
د غونډې په پای کې يو پرېکړه ليک وړاندې شو چې پکې د پاکستان له حکومته و غوښتل شو چې د نقيب مسود په وژنه کې تورنو کسانو ته دې سزا ورکړي.
پوليس افسر راو انوار د نقيب مسود په وژنه کې له لاس درلودلو انکار کوي. هغه دا وخت په ضمانت خوشی شوی دی خو په دې وروستيو کې يې سپريم کورټ ته له هېواده د باندې تلو لپاره درخواست ورکړی وو چې عدالت رد کړ.