ټاکل شوې ده چې نن د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مسکو کې له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره وګوري.
پهدې لیدنه کتنه کې به د انقرې پر دې وړاندیز خبرې وشي چې په سوریه کې یو امنیتي زون رامنځته شي.
روسیه په سوریه کې د حکومت پلوي کوي او ترکیه له دولت مخالفه وسلهوالو سره ولاړه ده.
د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ تر دې اعلان وروسته چې په ډسمبر کې یې وویل، له سوریې څخه به خپل ځواکونه وباسي، انقرې او مسکو موافقه وکړه چې په سوریه کې به خپل پلي عملیات همغږه کړي.