د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا حکومت د خیسور پېښه پلټي


د خیسور پېښې اغېزمن حیات خان د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشر منظور پښتین سره
د خیسور پېښې اغېزمن حیات خان د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشر منظور پښتین سره

د خېبر پښتونخوا حکومت وايي د قبايلو په عزت به هېڅ قسمه سمجوته نه کېږي او په خيسور پېښه کې چې څوک هم ککړ وي، سزا کېږي به.

د صوبايي حکومت سينيېر وزير محمد عاطف خان د زيارت پر ورځ مشال راډيو ته وويل چې د دوی حکومت به داسې لار راوباسي چې په دغه پېښه کې له اغېزمنې کورنۍ سره مرسته او زمه وارو کسان سزا کړل شي.

نوموړی وايي پوځ به هم ضرور له خپلې خوا د دې پېښې بې پلوه پلټنې کوي:

(د هېچا په عزت سمجوته نه شي کېدای او په ځانګړې توګه زموږ د قبايلو چې کوم روايات او تاريخ دی نو په هغو خو هيڅ قسمه وار نه شي کېدای نو موږ په دې لړ کې له وزير اعلا سره هم خبرې شوي او داسې مناسب ګامونه به پورته کوو چې د هېچا عزت تر پښو لاندې نه شي.)

دا په داسې حال کې ده چې په دا وروستيو کې په ټولنيزو رسنیو خپرې شوې یوه ویډیو کې د شمالي وزيرستان د خیسور سيمې یو ماشوم حیات خان وايي چې پاکستانيو پوځیانو یې د کور پرده ماته کړې ده.

دی وايي (( پوځیان یې بې اجازته کور ته ورننوځي)) نوموړی زياتوي: ((پوځيان بې تپوسه راشي او وايي کټ او بالښت راته سم کړه.)

د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې اپوزيشن ګوندونو هم د امنيتي سرتېرو په دغه مبينه فعاليتونو خپګان ښودلی او له صوبايي حکومته يې غوښتي چې د حيات دغه خبرې دې سنجیده واخیستل شي او د دې د پلټنو لپاره دې ګډه پلټنيزه ډله يا عدالتي کمېشن جوړ کړل شي.

د عوامي نېشنل ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړې شګفته ملک پر دې اړه د زيارت پر ورځ مشال راډيو ته وويل:

(( زموږ پارلماني ليډر پر دې په صوبايي اسمبلۍ کې د پام اړونې درخواست (توجه دلاو نوټس) کړی وو. په دې کې موږ دا ويلي دي چې حکومت د دغه ماشوم خبرې سنجیده نه دي اخیستي. بايد په دې پېښه کې ککړو کسانو ته سخته سزا ورکړل شي. کوم خلک چې ځان ته د دې ملک محافظ وايي نو هغه څنګه د دې هېواد د خویندو،میندو عزتونو ته تاون رسوي.)

که څه هم د خېسور سيمې د ماشوم حيات خان د يادې ویډيو د خپرېدو دقيقه نېټه نه ده مالومه خو تر راڅرګندېدو وروسته يې په اسلام اباد، کراچۍ، لاهور، پېښور، بنو، ټانک، مردان، ډېره اسماعیل خان، کوټه، چمن، ژوب او نورو ښارونو کې احتجاجونه وشول.

دوی له حکومته غوښتنه وکړه چې د پښتنو قبايلو ښځو ته دې احترام ورکړي.

له قبایلي ضلعو ځینو پارلېماني غړیو هم په قامي اسمبلۍ کې د خپلو ویناګانو پرمهال غوښتنه وکړه چې د شمالي وزیرستان خیسور سیمې پېښې پلټلو لپاره دې یوه پارلېماني کمېټۍ جوړه کړل شي.

خو د خېبر پښتونخوا سينير وزير وايي لا هم دوی پريکړه نه ده کړې چې د خیسور پيښې د پلټنو لپاره ګډه پلټنيزه ډله يا عدالتي کمېشن جوړوي او که نه؟

بلخوا پاکستان پوځ لا هم پر دې اړه څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG