د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د وېنیزوېلا د تېلو پر دولتي کمپنۍ نوي بندیزونه لګولي


د امریکا او ونزوئلا ملي بیرغونه
د امریکا او ونزوئلا ملي بیرغونه

متحده ایالاتو د وېنیزوېلا د تېلو پر دولتي کمپنۍ نوي بندیزونه لګولي او دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن د دې هېواد پر ولسمشر نیکلاس مدورو فشارونه زیات کړي دي.

د امریکا د خزانې وزارت دا اقدام پرون اعلان کړ.

له دې مخکې امریکا او ګڼو نورو هېوادونو اعلان کړی و چې مدورو به له دې وروسته د وېنیزوېلا د مشروع ولسمشر په توګه په رسمیت ونه‌پېژني.

وېنیزوېلا د نړۍ د تېلو له مهمو صادروونکو هېوادونو څخه دی او د تېلو عواید یې مهمه اقتصادي سرچینه ده چې د مادورو د ولسمشرۍ له بقا سره مرسته کوي.

امریکا د وېنیزوېلا د تېلو مهم پېرېدونکی هېواد دی او په نویو بندیزونو کې هم له وېنیزوېلا د تېلو پر وارداتو بندیز نه‌دی لګول شوی، خو امریکايي کمپنۍ به اجازه و نه‌لري چې د وېنیزوېلا د تېلو له دولتي کمپنۍ «PDVSA» سره مالي معاملې وکړي.

مدورو په دوشنبه له یو شمېر ډیپلوماتانو سره په کتنه کې د امریکا بندیزونه وغندل او هغه‌یې غیر قانوني او غیر اخلاقي وبلل.

XS
SM
MD
LG