د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا ګورنر د قبایلي ضلعو لپاره د سلاکارې ډلې منظوري ورکړه


 خیبر پښتونخوا ګورنر
خیبر پښتونخوا ګورنر

د خیبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان په قبایلي ضلعو کې د اصلاحاتي عمل سرته رسولو او نور مسلو د هواري لپاره د یو داسې سلاکارې ډلې جوړولو اعلان کړی دی چې له قبایلو روایاتو سره سم به د مسلو د حل لارې ټاکي.

د خیبر پښتونخوا د ګورنر دفتر د فرورۍ پر اوومه په یو بیان کې ویلي چې ګورنر شاه فرمان د قبایلي ضلعو لپاره د سلاکارې ډلې د جوړولو منظوري ورکړې ده.

په بیان کې ویل شوي چې د دې ډلې مشري به عمرخان اپريدی کوي او په غړو کې به یې رستم شاه مومند ، لایق شاه او سنګ مرجان شامل وي.

بیان زیاتوي چې یاده ډله به له قبایلي روایاتو او کلتور سره سم د مسلو د هواري لپاره یوه کوټلې کړنلاره جوړوي او دا به باوري کوي چې د نوي نظام له کبله عدالتي مقدمې او پرېکړې ونه ځنډېږي.

د پخوانیو قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا د ګډېدو که یو خوا پلویان وو نو بلې خوا ته داسې ګوندونه او قبایلي مشران هم وو چې مخالفت یې کاوی.

دوي د نورو دلیلونو تر څنګ دا هم ویل چې د یادو سیمو په خیبر پښتونخوا له ګډېدو سره به یو شمېر شخړې راپورته شي.

ګورنر شاه فرمان چې د کومې سلاکارې ډلې منظوري ورکړې ده هغه به د داسې ممکنه مسلو د هواري لپاره هم وړاندیزونه تیاروي.

خو د دې پرېکړې مخالفت ځینو هغو سیاستوالو او قبایلي مشرانو هم کړی دی کومو چې د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا د ګډولو لپاره هلې ځلې کړې وې.

د باجوړ پخوانی پارلماني استازی شهاب الدین خان هم یو له هغوي دی. نوموړي مشال راډیو ته وویل چې د داسې پرېکړو واک اوس یوازې د خیبرپښتونخوا له وزیراعلی سره دی.

ده وویل ، “ دا ځکه بیخي غیرآئیني او غیرقانوني ګام دی چې د آئین ارټیکل ۲۴۷ تر خاتمې او د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا تر ګډېدو وروسته ګورنر اوس د دې سیمو چیف ایګزیکټیو نه دی پاته شوی.”

له خېبره د قومي اسمبلۍ پخواني غړي شاه جي ګل اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې دوي به له دې کبله د دې پرېکړې پرضد درېږي چې تر انضمام وروسته د دې سیمو لپاره د بلې سلاکارې ډلې یا مشاورتي بورډ ضرورت نشته.

شاه جي ګل اپرېدي وویل ، “ په دې کې چې کوم کسان اخیستل شوي دي هغوي په قبایلي ضلعو کې نه اوسېږي نو دا یې غیرقانوني کار کړی دی او موږ د دې په سختو ټکو غندنه کوو او د دې به لار نیسو”.

مشال راډیو چې په پېښور کې د قبایلي او قانوني چارو تجزیه کار وکیل نورعالم نه په دې اړه وپوښتل نو د هغه وینا وه د انضمام روستو له ګورنر سره په قانوني توګه څه واک پاتې نه دې چې دا رنګ فېصلې وکړي

نوموړي وویل ، “ د دې په اړه واک او اختیار یوازې له وزیراعلی او کابینې سره دی هغوی به د قبایلي ضلعو په اړه پرېکړې کوي.”

بل پلو د قبایلی ضلعو ځوانانو او زده کونکیو هم په دې اړه اندېښنې ښودلي او وايي چې که دا پرېکړه بیرته وانه خیستل شوه نو دوي به یې پرضد احتجاج کوي.

د خېبرپښتونخوا د حکومت له اړخه په دې اړه تر اوسه غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

XS
SM
MD
LG