د فبرورۍ پر۱۳مه د سیند صوبې په نوډیرو لاړکانه کې د نامالومه وسله والو په ډزو درې کسان وژل شوي دي.
د باجوړ د ضلعي انتظامیې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط نن[د فبرورۍ پر۱۳مه] مشال راډیو ته وویل، وژل شوي درې واړه کسان د باجوړ خار تحصیل د عالیزو بتایي کلي استوګڼ دي.
د هغه په وینا وژل شوي د مزدورۍ لپاره لاړکانې ته تللي و.
سیند پولیسو په خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې د سیند پولیسو مشر سید کلیم امام د پېښې نوټس اخیستی او د لاړکانې له ایس ایس پي څخه یې د پیښې په اړه پوره تفصیل غوښتی دی.