نن مو په سروې پروګرام کې له فرزانې کوچۍ سره خبرې کړې دي. فرزانه د افغانستان د ورستیو پارلیماني انتخاباتو یا د ولسي جرګې ټاکنو په لومړي پړاو کې کامیابه ګرځېدلې کاندیده ده. تر سیاست مخکې فرزانه مدني فعاله پاتې شوی ده چې د ښځو د حقونو، د کوچیانو د حقونو، اقتصادي پیاوړتیا، تکنیکي برخو او د سولې د بیا رغونې لپاره یې کار کړی دی.
فرزانه وايي په سیاسي چوکاټ کې د کوچیانو د فلاح او ترقۍ لپاره کار کول غواړي.
د پروګرام کوربنه ملیحه امیرزاده ده.