د پاکستان او هند تربېلېدو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ ځینې جنګونه شوي دي چې پکې د ۱۹۶۵ ،۱۹۷۱ او ۱۹۹۹ کلونو جنګونه مشهور دي.
په ۱۹۷۱ کال کې د پاکستان او هند ترمنځ د جنګ په نتیجه کې د هغه وخت مشرقي پاکستان د پاکستان له لاسه ووت او په بنګله دیش واوښت. په هغه جنګ کې د کراچۍ په کیماړۍ کې د تیلو د ذخیرو سره نږدې بمباري شوې وه چې ګڼ کسان پکې وژل شوي و.
۷۱ کلن خان صادق د کیماړۍ مسان سیمه د تیلو د زېرمو سره نزدې اوسیږي. هغه وایي جنګ د سیمې خلکو ته ډېر مالي او ځاني زيان رسولی وو.
"دلته د لرګو ټال و، په هغې بمونه غورځېدلي وو. ډېر کسان پکې وژل شوي وو. ما په خپلو لاسونو د انسانانو غوښې راټولې کړې وې. په باجره پټۍ بم غورځیدلی و، داود کمپنۍ کې د پي ایس او تیلو پمپ هغه وخت نوی جوړ شوی وو چې په نښه شو، څو ورځې ورباندې اور بلېدو. د الفلاح جومات خوا ته د مېښو واړه وه، په هغې بم لګېدلې وو چې پکې ۷۰ مېښې وژل شوی وې"
خان صادق وایي له سیمې ډېر خلک لانډي او نورو سیمو ته کډه شوي هم وو.
جنګونه په نوره نړۍ کې هم شوي دي چې لومړۍ او دوهم نړیوال جنګونو یې ډېر زیانونه اړولي وو.
جنګ تباهي ده. پلرونه او بچي مو پکې له مینځه ځي.دا یوازې زما کیسه نه ده، چې پلار او زوي مې جنګ خوړلي دي،بلکې زموږ د کلیوالو او ټول افغانستان خلک د داسې حالاتو سره مخ دي. جنګ ناروین دیحاجي حوبېب الله
اولنی نړیوال جنګ په ۱۹۱۴ کې پيل شوی اوڅلور کاله یې دوام کړی وو. په دې کې شاوخوا ۴۰ میلونه عسکر او عام وګړي وژل شوي وو. دویمه نړیواله جګړه په ۱۹۳۹ م کې پیل شوی وو او په ۱۹۴۵م کال کې د امريکا له خوا د جاپان پر هیروشیما او ناګاساکي ښارونو د اتومي بمونو تر غورځولو وروسته پایي ته ورسید.
په دې جګړه کې شاوخوا۶۰ میلنه انسانان وژل شوي وو.
په افغانستان کې د تېرو څه دپاسه درې لسیزو راهسې جګړه روانه ده چې نه یوازې پکې په سلګونه زره کسان وژل شوي بلکې په مليونونه بې کوره شوي وو.
په جګړو کې زرګونه کسان معيوبه شوي هم دي.
د افغانستان ۴۰ کلن حاجي حوبب الله دوه کلن وو چې پلار ګل احمد یې په جګړه کې ووژل شو او د هغه کورنۍ خېبر پښتونخوا ته کډه شوه.
د ۲۵کلنې کډوالۍ وروسته چې کله هغه وطن ته ستون شو نو اته کلن زوي الفت یې له کور سره نږدې د توغندي په بريد ووژل شو. هغه وایي
"جنګ تباهي ده. پلرونه او بچي مو پکې له مینځه تللي. دا یوازې زما کیسه نه ده، بلکې زموږ د کلیوالو او ټول افغانستان خلک د داسې حالاتو سره مخ دي. جنګ ناروین دی"
حاجي حوبب وایي په جګړه کې ټولې غاړې بایلونکې وي او د سولې ارزښت هغه چاته مالوم وي چې جنګ یې لیدلی وي.
د تېرو څه دپاسه لسو کلونو راهسې د جګړې اورونه د قبایلي ضلعو ترڅنګ د پاکستان یو شمیر برخو ته هم رسېدلي چې نه یوازې یې له قبایلي سيمو ډېر خلک بې کوره کړل بلکې پوځي عملياتو د ورکو خلکو ستونزه،پولیس مقابلو کې وژنې، ځمکلاندې بمونه او نورې ډېرې ستونزې یې هم وزیږولې.
د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی علي وزیر یو له هغو خلکو دی چې په دغه جګړه کې یې د خپلې کورینۍ له شاوخوا ۱۳ غړي بایللي دي.
نوموړي مشال ریډیو ته وویل:
"یوازې زموږ کورنۍ نه ده اغیزمنه شوې. د پښتنو پر خاوره له ډېره وخته جنګ تپل شوی دی. د هند او پاکستان ترمنځ مخکېني جنګونه دومره اوږده نه دي پاته شوي لکه څومره اوږد جنګ چې د پښتنو پر خاوره شوی او پښتانه یې بې وطنه کړیدي. په جنګونو کې ښځو،ماشومانو او سپین ږیرو ته هم له هر چا زیات زیان اوړي"
علي وزیر وایي پښتانه باید د جنګ لپاره نه بلکې د امن لپاره مظاهرې وکړي او د سولې غوښتونکي ووسي.
نوموړی زیاتوي، ټول جنګونو په اخر کې د خبرو له لارې ختم شوي دي نو ځکه باید پاکستان او هند هم د خبرو له لارې اوسنی کړکیچ پای ته ورسوي.