د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کواټ انتظامیې ښار ته د افغان کډوالو پر ننوتو بندیز لګولی


کواټ - د خیبر پښتونخوا د کواټ انتظامیې د امنیتي ستونزو مخنیوي په موخه ښار ته د افغان کډوالو پر ننوتو بندیز لګولی دی.

د ضلعې انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) مطیع الله د مارچ پر دویمه شپې مهال مشال راډیو ته وویل، دا بندیز یې د پاکستان امنیتي حالاتو ته په کتو لګولی دی او د مارچ تر ۱۰مې پورې به عملي وي.

دی وايي، په حکومتي فرمان کې ویل شوي چې د افغان کډوال دې په دې ۱۰ ورځو کې تر خپلو کیمپونو محدود وي او ښار ته دې نه ورځي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د فبرورۍ پر ۲۶مه او ۲۷مه هندیو او پاکستانیو الوتکو د یو بل پر خاورو بمونه وغورځول او تاوتریخوالی وشو.

د فبرورۍ پر ۱۴مه د هند تر واک لاندې د کشمیر په پلواما سیمه کې تر موټر بم ځانمرګي برید وروسته د نوي دلي او اسلام اباد ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې او د مارچ پر لومړۍ او دویمه هم د دواړو هېوادونو ځواکونو د کشمیر په لانجمنه سیمه کې پر کنټرول کرښې ډزې کړې دي.

د کواټ انتظامي چارواکي وايي، که افغان کډوالو د فرمان سرغړونه وکړه نو د قانون له ۱۸۰مې دفعې سره سم به یې نیسي.

هلته افغان کډوالو ویلي دي چې په کواټ ښار کې کاروبارونه لري او دا بندیز یې ژوند اغېزمنوي.

مدني فعال عبدالرحمان افغانیار وايي، افغان کډوال په ښار کې دوکانونه لري چې هره میاشت یې لویې کرایې ورکوي او دا ډول بندیز یې نه یوازې ورځنی ژوند اغېزمنوي بلکې بیا به د دوکانونو او کاروبارونو کرایې او خرڅ نشي ورکولای.

نوموړی وايي، افغانان د کډوالۍ اسناد چې پي او ار کارډونه بلل کېږي، لري نو ځکه یې ښار ته په ننوتو بندیز ناسم اقدام دی.

افغانیار د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې (یو اېن اېچ سي ار)، افغان او پاکستانیو حکومتونو څخه غوښتنه وکړه چې دا بندیز لرې کړي.

کواټ د پاکستان یوازنۍ ضلع ده چې پکې د اسلام اباد و نوي دلي د ترینګلتیا له کبله ښار ته د افغان کډوالو پر ننوتو بندیز لګول شوی.

XS
SM
MD
LG