د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مارچ اتمه: د پښتونخوا فعالانې وايي د حقونو لپاره هڅو ته دوام ورکوي


په ۲۰۱۸ز کال کې د ښځو پر نړیواله ورځ ۳۰۰ ښځو په پېښور کې د خپلو حقونو لپاره لاریون وکړ
په ۲۰۱۸ز کال کې د ښځو پر نړیواله ورځ ۳۰۰ ښځو په پېښور کې د خپلو حقونو لپاره لاریون وکړ

پراګ - مشال راډیو د ۲۰۱۹ز کال د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت د خیبر پښتونخوا او قبایلو هغه ښځې درپېژني چې د ټولنې او سیاست په بېلا بېلو ډګرونو کې یې مبارزه کړې.

دا هغه ښځې دي چې د ښځو او بشري حقونو لپاره یې زیار ایستلی، کړاوونه یې ګاللي او ان د مرګ له ګواښونو سره مخامخ شوې دي خو خپلې هلې ځلې یې نه دي پریښې.

په دې لیکنه کې مو له نومیالیو ښځو او نجونو څخه د ځېنو له کار و زیار سره اشنا کوو.

ملاله یوسفزۍ

​د تعلیم مبارزه ملاله یوسفزۍ پر ۲۰۱۲ز کال د وسله والو په برید کې ژوبله شوې وه. پر ۲۰۱۴ز کال نوموړې ته د سولې نوبېل انعام ورکړل شو.

بشرا ګوهر

د صوابۍ بشرا ګوهر د بشري او سیاسي حقونو مبارزه ده او له ۲۰۰۸ز کال څخه تر ۲۰۱۳ز پورې د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړې وه.

نوموړې د عوامي نیشنل ګوند د یوې مشرې په توګه کار کاوه خو ګوند یې د پښتون ژغورنې غورځنګ په غونډو کې د ګډون پر سر غړیتوب وځنډاوه.

بشرا ګوهر وايي، له ګونده پر ایستل کېدو سربېره د خان عبدالغفار خان (باچا خان) د عدم تشدد د فکر لاروۍ ده.

عصمت شاهجهان

د کرک د تخت نصرتي کلي عصمت شاهجهان د هلکانو په ښوونځي کې زده کړې وکړې او بیا د لوړو زده کړو لپاره هالینډ ته ولاړه.

نوموړې د مترقي سیاست د فکر لاروۍ، د کارګرانو عوامي ګوند (عوامي ورکرز پارټۍ) باني غړې، د جمهوري ښځو سازمان (وېمېن ډېمکریټېک فرنټ) یوه مشره او د پښتون ژغورنې غورځنګ فعاله ده.

عصمت شاهجهان په پاکستان کې د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف ضد او د جمهوریت په حق کې د غورځنګ له مخکښو غړو څخه یوه وه. نوموړې د سختدریځۍ او ترهګرۍ ضد هم مبارزه کړې.

ثنا اعجاز

د خیبر پښتونخوا د صوابۍ ثنا اعجاز خبریاله او سیاسي فعاله ده. نوموړې د عوامي نیشنل ګوند د ځوانانو څانګې او د امن تحریک غړې هم پاتې شوې.

ثنا اعجاز د ترهګرۍ، سختدریځۍ، ناامنۍ او توپیرپالنې ضد مظاهرې، احتجاجونه او ویناګانې کوي.

نوموړې د پښتون ژغورنې غورځنګ له فعالو مخکښانو څخه یوه ده چې اکثر تر غونډو مخکې په بېلا بېلو سیمو کې کوڅه په کوڅه ګرځي او کیمپېنونه کوي.

له دې غورځنګ سره د کار له کبله، د پاکستان ټېلېوېژن نوموړې له دندې ګوښه کړه خو دې خپلې هلې ځلې نه دي پریښې او وايي، د پښتنو حقونو لپاره مبارزه یې سوله ییزه او د پاکستان له ایین سره سمه ده.

تبسم عدنان

تبسم عدنان د سوات ده چې ورته د ښځو د حقونو لپاره د کار په بدل کې په امریکا کې د زړورې ښځې او د هالینډ حکومت ورته د نېلسن منډېلا جایزې ورکړې.

نوموړې له کلونو راهیسې په سوات کې فعاله ده او د ښځو د حقونو او ناموسي وژنو ضد مبارزه کوي.

شاهده شاه

د نوښار شاهده شاه د "تکړه قبایلي خویندو" یوه مخکښه غړې او د بشري حقونو فعاله ده.

نوموړې وايي، په پاکستان کې پښتنې ښځې د کور له نغري واخله تر کډوالۍ ژونده، پر هر کچ اغېزمنې شوې دي خو خپل همت دې نه بایلي.

شاهده شاه هم له یو شمېر کلونو راهیسې پر بېلا بېلو ډګرونو د ښځو د حقونو لپاره هڅې کړې دي.

ډاکتره بېګم جان

د "زړورې ښځې" جایزه ګټونکې ډاکتره بېګم جان د وزیرستان ده او د قبایلي ښځو د خیر ښېګڼې اداره چلوي.

نوموړې د قبایلي سیمو د ښځو حقونو لپاره خورا زیات کار کړی دی.

ګلالۍ اسماعیل

د صوابۍ اوسېدونکې ګلالۍ اسماعیل د "بیداره نجونو" په نوم د سازمان باني مشره او نړیوالو جایزو ګټونکې فعاله ده.

نوموړې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلوۍ هم ده او د ۲۰۱۹ز کال په فبرورۍ کې د اسلام اباد پولیسو د محمد ابراهیم ارمان لوڼي د وژنې ضد مظاهرې پر مهال ونیوله.

وړانګه لوڼۍ

وړانګه لوڼۍ سیاسي فعاله، شاعره او د طب پوهنځي زده کوونکې ده.

نوموړې د پښتون ژغورنې غورځنګ له مخکښو غړو څخه یوه او د سنځاوۍ اوسېدونکې ده.

د نوموړې ورور محمد ابراهیم ارمان لوڼی د ۲۰۱۹ز کال د فبرورۍ پر دویمه په بوري کې د ناامنیو ضد مظاهرې تر ختمېدو وروسته ووژل شو.

شاوانه شاه

شاوانه شاه په پېښور کې "د حوا لور" په نوم ټولنې مشره ده.

د کار په بدل کې ورته د امریکا محمد علي مرکز انعام ورکړی.

افشان اپریدۍ

د کواټ د ادم خېل درې افشان اپریدۍ د پښتونخوا د معذوره ښځو د ټولنې یا فورم مشره ده.

د کار په بدل کې ورته حکومت یوه ملکي او د هنرمند په نوم بله جایزه ورکړل شوې.

له پورته ذکر شویو پرته هم داسې ګڼې ښځې دي چې په خیبر پښتونخوا او قبایلو کې یې د بشري او سیاسي حقونو لپاره مبارزه کړې او خپلو هڅو ته یې دوام ورکړی دی.

د مشال راډیو په دې لنډه لیکنه کې موږ و نه کولای شول چې د ټولو لسګونه او سلګونه نومیالیو نجونو او ښځو د کار او ژوند په اړه معلومات غونډ کړای شو.

XS
SM
MD
LG