د پښتو ژبې لیکوال او شاعر زرین پریشان د اوږدې ناروغۍ وروسته د ۶۵ کالو په عمر د مارچ پر۱۱مه په پېښور کې له دې نړۍ د تل لپاره سترکې پټې کړې.
نوموړی د مارچ پر۱۲مه د پېښور په بټګرام کې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. د زرین پريشان د کورنۍ یو تن اکرم خان وویل نوموړی د معدې سرطان ناروغي درلوده او له تېرو څلورو کلونو راهیسې په کور کې ناروغ پروت و.
زرین پریشان د بټګرام هزارې اوسېدونکې وو خو اکثره به د خوارۍ او مزدورۍ په غرض له پاکستانه بهر په سعودي عرب کې وو.
د نوموړي په اړه د پښتو ژبې د لیکوالانو او شاعرانو وايي دی د غزل شاعر وو، په شعرونو کې يې د انسانیت درس ورکاوه او د پریشان له تګه پښتو ژبې او ادب ته ډېر تاوان ورسېد.
زرین پرېشان له وړوکوالي شاعري کوله او تر دې دمه يې د شاعرۍ درې کتابونه چاپ شوي چې پکې ګلونه په شپلونو، دویم شور او دریمه شعري مجموعه يې د سپوږمۍ د څاڅکي خال په نوم چاپ ده.
د پښتو ژبې لیکوالانو او شاعرانو د زرین پریشان مرګ د پښتو ژبې او ادب لپاره ډېر زیانمن ګرځولې او وايي نوموړی یو روښان فکره او پرمختګ خوښونکی شاعر وو او د خپل قام د سوکالۍ او امن لپاره يې لیکنې کولي.
د هزارې سیمې لیکوال او شاعر ډاکټر اسماعیل ګوهر وویل نن چې په هزاره سیمه کې د پښتو ادب کومه وده موندلې نو دا د زرین پرېشان په برکت ده.
نوموړي وايي: ((پريشان په ابتدا کې ډېره فطري او روماني شاعري کوله او زما به ډېره خوښه وه او بیا داسې شوه چې دې د خپلو خلکو، کلي او خاورې څخه بهر په مساپرۍ لاړ نو په هغه حالاتو کې يې ذهن او فکر د قام پرستۍ اړخ ته لاړو.))
له مشال راډیو سره خبرو کې د پښتو ژبې يو بل ليکوال او شاعر اباسین یوسفزی وايي چې د زرین پریشان غوندې لیکوالان په پيړيو کې یو پیدا کېږي.
زرین پریشان په خپل یو شعر کې وايي:
"زه په دې په هغې نه یم، چې مسجد که بتخانه ده
چې جانان پکې اوسېږي، هم هغه زما کعبه ده
د مذهب بنیاد پرستو د انسان خونریزې بند کړئ
لوی مذهب انسانیت دی، محبت لویه سجده ده
شیخ چې دېرش روژې پوره کړې نو په ږیره یې لاس راښکو
دې ته نه ګوري د وږیو چم کې هره ورځ روژه ده
چې په اور راله مخ تور کړي، بیا مې پټې سترګې بیایي
زه به هغه جنت څه کړم چې دوزخ یې دروازه ده
ستا د حورو له دنیا نه هلته بله دنیا هم شته
لیوني ته یوه پیغله جونه ناسته په اسره ده."