د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا د پاکستان او هند تازه خبرې به ترینګلتیا کمه کړي؟


هندي پلاوی له پاکستاني استازو سره د کرتارپور په موضوع تر خبرو وروسته
هندي پلاوی له پاکستاني استازو سره د کرتارپور په موضوع تر خبرو وروسته

پراګ ـ پاکستانيو او هنديو چارواکو د مارچ په ۱۴مه د هند په سرحدي ښارګوټي اټاري کې د کرتار پور لارې د پرانیستو په هدف خبرې وکړې او شریکه اعلامیه یې خپره کړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فېصل، چې د پاکستاني پلاوي مشري یې کوله، دا خبرې ګټورې وبللې.

نوموړي وویل دواړه خواوې پر دې سلا شوې چې د کرتاپور لارې د پرانیستو لپاره به هڅې تېزوي:

"پر ځېنو خبرو لا هم د دواړو خواو اختلافات پاتې دي چې تفصیل یې نشم درکولی، په دغې اړه به د اپرېل پر دویمه په پاکستان کې دواړه خواوې خبرې وکړي."

کرتارپور د سیکانو سپیڅلی ځای دی.

دا سیمه د پاکستان غاړې ته په ناروال ضلع کې ده.

د پاکستان او هند چارواکي په داسې وخت کې د کرتاپور پر پروژه غږېدلي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکي ترینګلي دي.

دا چې تازه خبرې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا څومره کمولی شي، دا مې په کراچۍ پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو له استادې شایستې تبسمه وپوښتل او هغې راته وویل:

"په هند کې ټاکنې روانې دي او وزیراعظم مودي ته د سیکانو د رایو د تر لاسه کولو لپاره د کرتاپور لار خلاصولول ګټور و نو ځکه پر دې موضوع خبرې وشوې. د دواړه هېوادونو ترمنځ د خرابو اړیکو اصلي لامل کشمیر دی. دا پېشرفت به عارضي وي. زما په خیال د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي په فبرورۍ کې د پلوامې تر پېښې یوه ورځ مخکنۍ کچې ته هم نشي راتللی ځکه چې تر ۱۹۷۱ز راوروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ پر لومړی ځل ترینګلتیا دومره زیاته شوې."

شایسته تسبم زیاتوي، د پاکستان او هند ترمنځ په ۲۰۱۰ز کال کې تر هر وخت زیاتې ښې اړیکې وې او هغه ځکه چې دواړو هېوادونو پر تجارت او نورو موضوعاتو هم خبرې کولې.

خو اوس چې امریکا هم له افغانستانه د وتلو خبرې کوي نو نوی دیلی غواړي اسلام اباد تر مسلسل فشار لاندې وساتي.

ترڅو د هند او پاکستان اړیکي نه وي ښه شوي، د پاکستان اقتصادي ستونزې نه حلېږي
رستم شا مومند

شنونکی او پخوانی سفیر رستم شاه مومند وایي، ښایي د کرتاپور پر موضوع له خبرو سره د پاکستان او هند ترمنځ اوسنۍ ترینګلتیا لږ شان کمه شي:

"خبره د اقتصاد ده. چې ترڅو د هند او پاکستان اړیکي نه وي ښه شوي، د پاکستان اقتصادي ستونزې نه حلېږي. له دې سره غریبي هم زیاتېږي. له هند سره مسلې له ۷۰ کلونو راهیسې روانې دي هېڅ ترې جوړ نشول. بغیر د غریبۍ او لا نورو مسلو."

د پاکستان او هند ترمنځ اړیکي په فېبرورۍ کې تر هغې وروسته ترینګلي شول چې موټر بم ځانمرګي برید د هند تر واک لاندې کشمیر په پلواما کې ۴۴ هندي ملېشه پولیس ووژل.

د برید ذمه واري پاکستان مېشتې وسله والې ډلې جیش محمد منلې وه.

XS
SM
MD
LG