د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ای اېس ای یوه پخواني چارواکي اسد منیر 'ځانوژنه' کړې 


د پاکستان استخباراتي ادارې د خېبر پښتونخوا پخوانی مشر او څېړونکی اسد منیر ومړ. پاکستانۍ رسنۍ د اسلام اباد سيکرېټرېټ تاڼې د چارواکیو له خولې وايي چې دا د ځانوژنې پېښه ده او د خودکشۍ تر مادې لاندې به مقدمه درجوي. د اسد منیر د مړینې خبر د هغه لور مینې ګبینې پر خپل ټویټر ورکړی وو.

اسد منیر په تېر وخت کې د پاکستان د استخباراتي ادارو ای اېس ای او اېم ای کې پر لوړو چوکیو کار کړی دی. نوموړی له کورناستې یا متقاعدېدو وروسته د دفاعي او سیاسي چارو څیړونکی و. هغه په ټولینزه رسنۍ ټویټر هم ډېر فعال و چې ډېر مینه وال یې لرل. د اسد منیر د ناڅاپي مړینې د لاملونو په اړه د هغه کورنۍ لا هم څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG