پراګ- په خېبر پښتونخوا کې د پولیو يا ګوزڼ رنځ د مخنیوي ادارې چارواکي وايي، مرکزي حکومت ته يې ویلي چې د پولیو له څاڅکو د انکاري کورنيو قامي شناختي کارډونه وتړي.
د دغې ادارې یو چارواکي ډاکټر اکرم شاه د مارچ پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل، د انکاري کورنیو د شناختي کارډونو تړلو پر موضوع بحثونه روان دي چې حتمي فیصله به يې مرکزي حکومت کوي.
"دا بحث اصل کې د ماشومانو د بنیادي صحت د ټیکو نه پیل شو. موږ غوښتل چې دا پروګرام له نادرا [شناختي کارډ جوړولو ادارې] سره وتړو. له نادرا سره به ټول معلومات وي او چې کله څوک ماشومانو ته ټیکې ونه لګوي او یا د پولیو ضد څاڅکي ورنکړي نو نادرا به کولای شي چې د شناختي کارډ جوړولو پر وخت دغه والدین وپېژني. پر دې وړانديز لا خبرې روانې دي."
دا په داسې حال کې ده چې حکومت د خېبر پښتونخوا پېښور، خیبر، باجوړ، ډېره اسماعیل خان، هنګو، بنو او وزیرستان سيمې د پولیو د وایرس خورېدو په اړه حساسې ګرځولي او غواړي چې هلته د پولیو پرضد ځانګړي ګامونه پورته کړي.
په خېبر پښتونخوا کې د پولیو په اړه د بېړنيو عملياتو مرکز ویاند ډاکټر جوهر وايي د مارچ پر ۲۵مه د پولیو پرضد نوی کمپاین پیلوي.
"د مارچ پر ۲۵مه د ګوزڼ ضد کمپاین پېلوو چې شاوخوا شپږ میلیونه ماشومانو ته به په کې د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکول کېږي."
د مارچ پر ۲۵مه د ګوزڼ ضد دا کمپاین به د پاکستان په چمن او تورخم سرحدي ښارګوتو کې هم پېلېږي.
چارواکي وايي چې سږ کال په پاکستان کې د پولیو وایرس څلور ماشومان ځپلي چې درې يې له خېبر پښتونخوا سره تړاو لري او د دې وجه داده چې په ځېنو سیمو کې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي نه رسېږي.
په دې اړه د پولیو د مخنیوي ادارې چارواکی ډاکټر اکرم شاه وايي چې شاوخوا ۱۰ زره کورنۍ داسې دي چې د ګوزڼ ضد څاڅکو څخه انکار کوي.
د یادونې وړ ده چې په نړۍ کې بې له پاکستان او افغانستانه په ټولو هیوادونو کې د پولیو پرضد کمپاینونه بریالي شوي او دا وایرس له منځه وړل شوی دی.