کورمه ـ د مسوزو قبیلې مشران وايي، په سیمه کې د ایف سي د یو چارواکي لخوا د دوی د غوښتنو له پوره کېدو تر ژمنې وروسته یې د مارچ پر ۳۰مه خپل احتجاج ختم کړی دی.
دغو قبایلیانو پر مظاهره کونکو د ډزو په غبرګون کې مظاهرې پیل کړې وې. د مارچ پر ۲۹مه مازیګر مهال د منځنۍ کرمې په ساتین کې امنیتي سرتېرو پر مظاهره کوونکو ډزې کړې وې چې پکې د ځايي مشرانو په وینا شپږ تنه ټپي شوي وو.
خو د کرمې انتظامیه وايي، دوی یوازې هوايي ډزې کړې وې.
تر هغه وروسته مظاهره کوونکو پر حکومتي غړو او امنیتی سرتیرو د کاڼو ګوزارونه وکړل چې پکې د مرستیال کمیشنر ډاکټر عظمت الله وزیر په ګډون درې اهلکاران ټپي شوي وو.
د مسوزو ځايي مشر ملک مقبول خان مشال رېډيو ته وویل چې د ایف سي چارواکي راشد جاوېد ورته ډاډ ورکړی چې پر مظاهره کونکو په ډزو کولو تورن د دوو امنیتي سرتیرو له دندو څخه د لېرې کولو د غوښتنې په اړه به له ډپټي کمیشنر سره خبرې کوي.
د مسوزو خلک او مشران په ساتین کې د جمعې له ماذیګره د احتجاج په توګه ناست ول او هلته یې د صدی –ډوګر مرکزي لاره هم تړلې وه.
په احتجاج کې شامل یو ځايي مشر ملک حاجي فضل د مارچ پر ۳۰مه، مشال راډیو ته ویلي وو چې دوی به د خپلو ټولو غوښتنو تر منل کېدو احتجاج ته دوام ورکوي.
نوموړي د احتجاج کوونکو د غوښتنو په اړه ویلي وو:
"له کسټم بغیر موټرو نیول دې بند شي، پر لرګیو او له خوړونو د کاڼو او باجري پر راوړلو دې بندیز لرې شوي او پر مظاهره چیانو ډزو کوونکو امنیتي او انتظامي مشرانو ته دې سزاورکړل شي."
مشال راډیو تر دې ګړۍ د انتظامیې نظر نه دی ترلاسه کړی چې د مظاهره کونکیو کوم شرطونه یې منلي دي؟