د ننګرهار چارواکي وایي چې نن (پنچشنبه) شاوخوا دوې بجې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند ملنګ جان واټ کې په ملي بس کې چاودنې درې تنه ولسي وګړي ټپیان کړي دي.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي وایي چې د پېښې ټپیان پر وخت روغتون ته رسول شوي او زیاتوي چې د ټولو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.
د پېښې مسوولیت تر دې دمه چا نه دی منلی.