د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت به ژر قبايلي ضلعو کې پوليس افسران وګوماري


پراګ: د خيبر پښتونخوا حکومت وايي، په راتلونکو ورځو کې به په اوو واړو قبايلي ضلعو کې د پوليسو نور افسران تعنيات کوي او د خاصه دار او لېويز ځواکونو په پوليس محکمه کې د ورګډېدو سره به د افسرانو ترقياني کوي.

دا خبره د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير شوکت يوسفزيي بېګا مشال راډيو ته کړي. دا له هغې وروسته ده چې د خيبر پښتونخوا اعلا وزير د اپرېل پر اتمه د خاصه دارو او لېويزو ځواکونو په پوليسو د ورګډلو اعلان وکړ. خو خبريالان وايي چې حکومت سره د فنډونو کمی دی نو داسي نه ښکاري چې ډېر ژر به دا کار وشي.

د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير شوکت يوسفزيي، د اپرېل پر ۱۲مه، مشال راډيو ته وويل چې په راتلونکې ورځو کې به په قبايلي ضلعو کې د پوليسو افسران تعنياتي عمل شروع شي. شوکت يوسفزيي وويل چې په قبايلي ضلعو کې د خاصه دارو نوکرياني په خپل ځای پاته شوي او د دوی تنخاګانې به هم زياتېږي.

د اطلاعاتو صوبايي وزير له هغې وروسته مشال راډيو ته دا خبره کړي چې د اپريل په اتمه په پېښور کې وزير اعلی محمود خان د قبايلي ضلعو له خاصه دارو او لېويز اہلکارانو په پوليسو کې په باقاعده توګه د ورګډلو اعلان وکړ.

د اطلاعاتو صوبايي وزير شوکت يوسفزيي وايي، ۲۸ زره خاصه دار او ليويز ځواک په پوليسو کې ضم شوي دي او دوي ته به مراعاتو هم ورکوي.

''موږ لومړي کوشش دا دی چې قبايلي ضلعو سره تعلق لرونکې افسران په دغو سيمو کې تعينات کړو. دا کار به ډير ژر ترسره شي.''

د پخوانۍ فاټا په خیبر پښتونخوا کې له ګډېدو پس د زرګونه خاصه دارو او لېویز سرتېرو برخه لیک یوه ناڅرګند راتلونکې ته مخامخ شوي وه ځکه دوي په باجوړ، مومندو، خیبر، بنو او میرام شاه کې لاریونونو او احتجاجونه کړي وو او لویه غوښتنه یې هم دا وه چې دوی دې د پولیس غوندې مراعات او درجه بندي ولري.

په پيښور کې د هم نيوز ټيلي وژن بيورو چيف طارق وحيد وايي، د خيبر پښتونخوا پولیسو له وفاقي حکومته فنډونه غوښتي دي.

''د خيبر پښتونخوا پوليسو د کورنيو چارو وفاقي محکمې ته د يو ليک استولي دي چې په د ۳۶۸ پوليس افسران به په قبايلي ضلعو کې لګوي او په دي لړ کې ورته فنډز ورکړي.''

د خیبر پښتونخوا حکومت د مارچ پر شپږمه ويلي وو چې په قبایلي ضلعو کې به ۲۵ تاڼې جوړوي. په دې کې د باجوړ په خار او ناوګۍ، د مومندو په بره او لاندې او بېزو ، د خيبر په لنډي کوتل او باړۍ کې، او په بره او لاندې اورکزیو کې به د پوليسو ټاڼې جوړول شامل دي.

XS
SM
MD
LG