د لاسرسي ځای

تازه خبر

نیپال: د الوتکې حادثه کې اووه کسان مړه او ژوبل شوي


په نیپال کې د یوې الوتکې په حادثه کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او څلور ژوبل شوي دي.

د نیپال د هوابازۍ ادارې چارواکي وايي، دا پېښه د اپریل پر ۱۴مه، د هېواد د ایورسټ سېمې په هوايي ډګر کې هغه مهال وشوه چې یوې وړې الوتکې د سر ښار کټمنډو نه د الوت لپاره تیاري نیوله خو په هوايي ډګر کې د ولاړ یو هیلي کاپټر سره وجنګېده.

چارواکي وايي، الوتکه د زغاست لیکې یا «رن وی» څخه د ښوییدو له کبله د هیلي کاپتر سره جنګېدلې ده.

د چارواکو په وینا په مړیو شویو کې یو د دې جهاز پایلټ دی او دوه پولیس چارواکي دي چې د هیلي کاپټر خواته ولاړ وو.

د هوايي ډګر چارواکي وايي چې په دې پېښه کې ژوبل شوي څلور واړه کسان په هیلي کاپټر کې د کټمنډو مرکزي هسپتال ته وړل شوي او حالت یې له خطرې بهر دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG