د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د خیبر پښتونخوا د حکومتي کابینې له خوا په بلدیاتي نظام کې د بدلونونو په اړه انديښنه ښودلې دي.
د جماعت اسلامي صوبايي مشر مشتاق احمد خان د اپرېل پر ۱۹مه په پېښور کې مشال راډیو ته وویل چې له بلدیاتي نظام څخه د ضلعي ډهانچې لرې کولو او دا یوازې تر تحصیل او کلیو محدودول به بلدیاتي ادارې کمزورې کړي.
مشتاق احمد خانوویل چې له دې سره به د ده په وینا ، خلکو ته ستونزې پېدا شي.
بلخوا صوبايي حکومت ويلي دي چې اپوزيشن ګوندونه دېپه صوبايي اسمبلۍ کي د دې بدلونونو په اړه خپل تحفظات دوي ته وړاندي کړي.