پراګ - د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ او پارلېماني غړي محسن داوړ د اپرېل پر ۲۹مه قامي اسمبلۍ ته په خپله وینا کې د پاکستاني پوځي ویاند تورونه رد کړل او ویې ویل چې په نړیواله کچه دې یو ازاد کمېشن جوړ کړل شي چې معلومه کړي دوی ته له کومه ځایه پیسې راځي، هرڅه به په ډاګه شي.
د پاکستاني پوځ وياند پر پي ټي اېم د افغانستان او هند له استخباراتو نه د پیسو اخيستو تورونه لګولي دي خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د اپرېل پر ۲۹مه له ډیوه راډيو سره په خبرو کې وويل چې پاکستان په لسګونو جاسوسي ادارې لري، که یې په اړه ثبوتونه وي نو ولې یې نه وړاندې کوي.
د اپرېل پر ۲۹مه، د پنډۍ په پوځي مرکز کې خبري غونډې ته ویاند مېجر جنرال اصف غفور د تېر په څېر پر پي ټي اېم بیا یولړ تورونه ولګول خو دا ځل یې د تورونو لړۍ له جلال اباد تر دوبۍ غځېدلې وه. که یو خوا هغه په خپلو تورونو کې له پي ټي اېم غوښتل چې پیسې ورته له کومه راغلې او څومره پیسې ورته راغلې نو بلخوا یې ځواب هم ورته ووایه چې له افغانستانه، له دبۍ او هنده پیسې ورته راځي. خو هغه هېڅ څرګند ثبوت وړاندې نه کړ.
نوموړي پوښتنه راپورته کړه چې: "د افغانستان استخباراتي ادارې (اېن ډي اېس) د ۲۰۱۸ز د مارچ پر ۲۲مه دوی ته د احتجاج روان ساتلو لپاره څومره پېسې ورکړې وې او چرته یې ورکړې وې او هغه چرته دي؟"
جنرال غفور همداراز وپوښتل چې د ۲۰۱۸ز کال په فبرورۍ کې"په اسلام اباد کې د احتجاج پر مهال دوی ته د هند استخباراتي ادارې (را) څومره پیسې ورکړې؟ په کومه طريقه دوی ته رسېدلې او چرته يې کارولې دي؟"
جنرال غفور پوښتنه وکړه چې د افغانستان "د ژوندون ټي وي محمد اسماعيل يون له پي ټي اېم سره څه اړيکي دي هغه دې هم ښکاره کړي؟''
یون د غفور د څرګندونو په غبرګون لا څه نه دي ویلي.
هغه پي ټي اېم مخاطب کړ: ''د ۲۰۱۹ز د مارچ پر ۳۱مه، د ارمان لوڼي د څلوېښتمې او جلسې لپاره اېن ډي اېس تاسو ته څومره پیسې درکړې تاسو ته څنګه رارسېدلې او څنګه مو وکارولې؟"
نوموړي د پي ټي اېم نعره ياده کړه چې "د لر او بر نعره څنګه لګي؟ مشال خان ټکر له کاناډا کابل ته د څه لپاره ورغلی دی؟ د پي ټي اېم او بلوڅ بېلتونپالو ترمینځ څه تعلق دی؟"
هغه د اېس پي طاهر داوړ مړي له افغانستانه د راوړو کیسه هم وکړه او ویې ويل:"اېس پي طاهر داوړ په افغانستان کې وژل کېږي د پاکستان حکومت له افغانستان سره خبرې کولې دوی په کوم حيثيت کې د هغه جسد غوښت؟ او د پوځ په ملاتړ کې وینا کوونکي وژل کېږي ولې وژل کېږي؟"
په بوري (لورالايي) کې د ارمان لوڼي د وژنې پېښه وشوه نو د هغې تور په پوليس او پوځ پورې شو. په پوسټ مارټم رپورټ کې راغلي چې هغه د زړه ناروغي لرله او د زړه له دورې مړ شوی دی."
د پوځ وياند وویل: "د ارمان لوڼي په وژنه د افغانستان ولسمشر بيان ورکوي د هغه په بيان تاسو [پي ټي اېم] مننه کوئ خو چې وزيراعظم د روغې جوړې بيان ورکوي تاسو يې مخالفت کوئ، تاسو د پاکستان رياست برخه ياست که د افغانستان؟''
غفور تور پورې کړ چې د پي ټي اېم پلویان د نورو په لاسونو کې لوبېږي او خبرداری یې ورکړ چې نور یې وخت تېر شوی، پر ضد به یې قانوني اقدام کوي.
هغه په پښتو ژبه په خبرو ورزیاته کړه: "که پاکستان اباد وي نو موږ ټول پشمول د پښتنو به پکې اباد يو، تاسو ته پته ده چې څه خلک تاسو د پوځ او ادارو خلافول غواړي زه غواړم ووایم چې مملکت پاکستان ته ستاسو د قربانیو احساس شته او ستاسو مسلې به هواروي."
افغان حکومت او هند هم د جنرال اصف غفور د تورونو په ځواب کې څه نه دي ویلي.
پر پي ټي اېم له بهره د پیسو اخیستو تور د پاکستان وزیراعظم عمران خان پېنځه ورځې وړاندې د جنوبي وزيرستان په واڼه کې یوې جلسې ته په وینا کې لګولی وو او د پښتون ژغورنې غورځنګ د نوم اخيستو پرته يې ويلي ول، دلته خلک دي، ځوانان اړي ګړي ته راپاروي او تور يې ولګاوه ځينې مشرانو ته يې له بهره پیسې میلاوېږي.
دغه بيان ته یې د پي ټي اېم مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ قامي اسمبلۍ ته په خپله وینا کې وويل، چې په نړيواله کچه دې یو ازاد کمېشن جوړ شي، چې دوی ته له کوم ځایه پیسې راغلې او پي ټي اېم ته له کومه ځایه پیسې راځي هر څه به په ډاګه شي.
هغه وویل، دوی له پلټنو نه ډارېږي او نه هم تښتي. د ده په وینا ریښتا له ورایه جوت دي. د طاهر داوړ د وژنې پلټنې کې ولې پرمختګ نه کېږي. د نقیب الله مسید د وژنې پرضد په اسلام اباد کې لاریون وشو خو د پوځ ویاند پر هغه هم تورونه لګوي چې بهرنیو استخباراتو ورته پیسې ورکړې دي. یو سړی ووژل شي او بیا له 'را' څخه د پیسو اخیستو تور هم پرې ولګول شي؟
د پي ټي اېم مشر منظور پښتين بېګا شپه پر فېسبوک پاڼه په خپله نېغه وینا کې وویل،له پاکستان سره ډېرې خفيه ادارې دي هغوی دې د دوی د پیسو اخيستو ثبوتونه مخې ته راوړي.
جنرال اصف غفور وويل، د پي ټي اېم ډېری غوښتنې یې پوره کړې ده خو غورځنګ وايي يوه غوښتنه يې هم لا نه ده ترسره شوې.
پي ټي اېم په ۲۰۱۸ز کال د فېبرورۍ په مياشت کې د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته په احتجاجي پرلت کې پينځه غوښتنې لرلې:
١ ـ د نقيب الله مسید قاتل دې ونیول شي او عدالت دې راکاږل شي
٢ ـ امنیتي ادارې دې له عدالته لېرې وژنې نه کوي
٣ ـ ورک کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړل شي
۴ـ په قبایلي سیمو (پخوانۍ فاټا) کې دې د بدو پېښو تر کېدو پس گرځبندیز نه لگول کېږي او ولس دې نه ځورول کېږي
٥ ـ په قبايلي سیمو کې دې ځمکلاندې بمونه پاک کړي