د عراق امنیتي چارواکي وايي، د بغداد د صدر ښار په بازار کې ځانمرګي بمي برید کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل دي.
یو لوړپوړي چارواکي د مۍ پر نهمه وویل چې یو ځانمرګي برید کوونکي چې بارودي واسکټ یې اغوستې و د جمیلې مارکیټ په ګڼه ګوڼه کې یې چاودنه وکړه.
اسلامي دولت وسله والې ډلې پر انټرنیټ په بیان کې د حملې ذمه واري منلې ده.
دغه برید د شپې مهال نهه بجې د روژه ماتي پر وخت شوی.
په عراق کې د کلونو راهیسې د تشدد پس امنیتي حالات ښه شوې دي، خو بیا هم په سیمه کې خونړي بریدونه دوام لري.