د ځوانانو غږ خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. په دې خپرونه کې مو د مذهبي همغږۍ په اړه بحث کړی.
د مې پر څلورمه د خیبر پښتونخوا د مذهبي او اقليتي ډلو صوبايي څانګې د بېلا بېلو مذهبونو د ځوانانو لپاره په پېښور کې درې ورځنی پروګرام ترسره کړ چې پکې د پاکستان دننه د هر مذهب منونکيو ګډون وکړ.
هم په دې ځوانانو کې مو له ځينو سره خبرې کړي دي.
له بونېره راسره د هندو مذهب منونکې او ځوانه مدني فعاله رېکا کماري، له مردانه د سېک مذهب منونکې سرنجيت کور او له پېښوره د ياد درې ورځني پروګرام تنظيمونکی او ځوان مدني فعال عثمان خان مېلمانه وو.
بشپره خپرونه د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.