د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران د امریکا ډورن الوتکه غورځولې


امریکا د دغې الوتکې د ویشتل کېدو خبر تایید کړی. عکس له ارشیفه
امریکا د دغې الوتکې د ویشتل کېدو خبر تایید کړی. عکس له ارشیفه

د نړيوالو رسنيو راپورونو ترمخه امريکايي چارواکو د هغه ډرون غورځېدل تایيد کړي چې د هرمز په تنګي کې ايران ويشتلی وو.

رويټررز، فوکس نيوز او اسوشیېټېډ پرېس اژانس د ناڅرګنده امريکايي چارواکو په حواله ويلي دي چې د بحري ځواکونو ډرون الوتکه د جون پر۲۰مه ويشتل شوې وه.

د ايران انقلاب ساتونکي ځواک په يو بيان کې د دې راپور تصديق کړی چې پکې د امريکايي ډرون غورځولو ادعا شوې وه. خو په دې کې ويل شوي چې دا پېښه د ايران په سويلي ولايت هورموزګان کې شوې ده.

امريکايي سرچينو ويلي دي چې دا ډرون په نړيوال فضايي حريم کې پرواز کاوه چې وویشتل شو.

د ايران انقلاب ساتونکي ځواک ويبپانې سپاه نيوز خبر ورکړي چې امريکايي ډرون د کوه مبارک ولسوالۍ سره نېږدې د ايران په فضايي حدودو کې داخل شوی وو.

دا سيمه له تهرانه ۱۲۰۰ کلوميټره لیرې د هرمز په تنګي کې ده.

د ايران سرکاري خبري اژانس ايرانا هم د ډرون شناخت کړي دي.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د واشنګټن او تهران ترمنځ اړيکې ترينګلې دي او په سيمه کې د جنګ وېره نوره هم زياته شوې ده.

په دا وروستيو کې د عمان په خليج کې له هرمز تنګي سره نېزدي د تېلو پر ټانکرو بريدونو حالات نور هم خراب کړي دي.

واشنګټن د دې بريدونو تور پر ايران لګولی وو خو تهران رد کړی وو.

بلخوا په يمن کې ايران پلویو حوثي ياغيانو دعوه کړې چې د سعودي عرب جزان صوبې کې د بجلۍ په جوړونکي مرکز يې مزايل توغولي دي.

د سپيني ماڼې وياندې سارا سينډرز ويلي دي چې په سعودي عرب کې د میزايل بريد په اړه ولسمشر ډونلد ټرمپ ته معلومات ورکړل شوي دي.

دې وويل چې په سيمه کې حالات له نېزدې څاري او په سيمه کې له خپلو اتحاديانو سره په تماس کې دي.

XS
SM
MD
LG