جمعیت علما اسلام (ف) وایي، د جون پر۲۶مه د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ په اسلام اباد کې یوه ګڼ ګوندیزه غونډه کېږي.
ګوند د جون پر ۲۵مه په یو بیان کې وویل، د حکومت پروړاندې تحریک چلول، د سېنېټ مشر بدلول، بجټ منظورۍ ته نه پرېښودل او ځینې نور موضوعات د غونډې په اجنډا کې دي.
په بیان کې راغلي دي چې پیپلز ګوند، مسلم لیګ (ن)، عوامي نېشنل پارټۍ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، متحده مجلس عمل او نېشنل پارټۍ په غونډه کې ګډون کوي.
د پاکستان تحریک انصاف حکومت تر جوړیدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د اپوزیشن لوی ګوندونه دا ډول غونډه کوي.