د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: ۷۳٪ نجونه او ۶۱ واده ښځې د وینې کمی لري


په بلوچستان کې د روغتیا چارواکي وايي په صوبه کې ۷۳ فیصده وړې نجونه او ۶۱ فیصده واده ښځې په بدن کې د وینې کمښت لري.

دا خبره د پاکستان غذاییت مرکزي ادارې په سروې کې رپوټ شوې چې په پنجشنبه په کوټه کې یوې غونډې کې وړاندې کړل شو.

په رپوټ کې ویل شوي چې د وینې د کمي وجه د مناسب خوراک کمی دی.

په دې رپوټ کې د بلوچستان د بېلا بېلو برخو تر اتلس زره د زیاتو کورنیو معلوماتو څخه کار اخیستل شوی دی.

په کوټه کې د روغتیا د ادارې مرستیال مشر ډاکټر عابد پانیزي وویل چې د خوراک کمی د پنځو کالو نه کم عمره ماشومانو کې د مړینې د زیاتوالي لامل دی.

په دستوره کې وویل شول چې د خوراک کمي د پوره کولو لپاره بیړنیو ګامونو ته ضرورت دی.

XS
SM
MD
LG