د لاسرسي ځای

تازه خبر

بره دیر کې په بمي چاودنه کې څلور کسان وژل شوي


په بر دیر کې د سړک تر غاړې بمي چاودنه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ۲۲ نور ژوبل دي.

د دیر ضلعې پولیسو مشر میا نصیب جان د اګست په ۱۸ مه مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه هم د دغه ورځې مازیګر مهال د شیرینګل سیمې په حیاګي کې شوې چې پکې د یو ځايي مشر ملک معتبر خان قافله په نښه کړل شوې ده.

ملک معتبر خان د طالبانو پر ضد د امن لښکر مشري هم کړې ده. تحریک طالبان پاکستان د دې برید ذمه واري منلې ده. خو پولیس وايي ملک معتبر خان او ملګري یې شخصي دشمنۍ هم لري نو ځکه به دوی د دې پېښې هر اړخیز تحقیقات کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG