د لاسرسي ځای

تازه خبر

پلار مې له هېواده بهر د علاج لپاره تللو ته تیار شوی: مریم نواز


مریم نواز
مریم نواز

د مسلم لیګ (ن) مرستیاله مشره مریم نواز وايي، پلار نواز شریف یې بهر ملک ته علاج لپاره تللو ته تیار شوی دی.

د نومبر پر اتمه په لاهور کې د احتساب عدالت بهر خبریالانو سره په خبرو کې مریم نواز وویل، لومړی یې د پلار صحت دې، وروسته بیا سیاست راځي.

د مسلم لیګ (ن) د اطلاعاتو سکیټري مریم اورنګزیب د نومبر پر اومه په یو بیان کې وویل چې د نواز شریف د روغتیايي حالت لا خرابیدو پس د هغه ډاکټرانو یوه بیړنۍ غونډه کړې ده.

هغې زیاته کړه چې په پاکستان کې د هر رقم درملنې باوجود د نواز شریف په روغتیايي حالت کې څه ښه والې نه راځي. نو ځکه ښايي د علاج لپاره بهر ولاړ شي.

مریم نواز وویل، د ګوند مشر شهباز شریف د نواز شریف لندن ته د تللو لپاره انتظامات برابروي.

هغې وویل، نوم یې د هغو کسانو په فهرست کې دې چې له هېواده بهر نه شي تللی، نو ځکه له نواز شریف سره به ولاړه نه شي.

XS
SM
MD
LG