د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د زده کوونکیو اتحاديې د غېر جمهوري قوتونو لپاره خطر دي'


په اسلام اباد کې د زده کونکو د مظاهرې عکس(ارشېف)
په اسلام اباد کې د زده کونکو د مظاهرې عکس(ارشېف)

د دې اونۍ د مشال رېډيو په ځوانانو غږ خپرونه کې مو د هغو زده کونکو له مشرانو سره خبرې کړي چې د نومبر په ۲۹ مه يې په ټول پاکستان کې د زده کونکو د یو والي لاریونونه ترسره کړل.

دې زده کونکيو او د خپرونې نورو ګډونوالو وويل چې زياتره زده کونکي د تعليمي نصاب او نورو قدغنونو له کبله غېرسياسي شوي او اند چې د خپلو حقونو لپاره هم نه راوځي نو همدغه وجه ده چې زياتره زده کونکو په يووالي مارچ کې برخه وانخسته.

دوی وايي له ځينو زده کونکو سره د جنسي ځورونو ،زياتو تعليمي فيسونو او نورو ستونزو مخه به هله نيول کیږي چې له يونينو بنديز لری کړل شي.

دوی دا تور هم ولګاو چې د شاو خوا څلويښتو کلونو راهيسې پر اتحادیو (يونينونو) له دې کبله بنديز برقرار دی چې تکړه او باصلاحيته سياستوالان پیدا نشي. د دوی په خبره ځکه چې دغه سياستوالان بيا د غير جمهوري قوتونو او مورثي سياست لپاره خطر جوړېدای شي. د خپرونې کوربه اسرار عالم مومند دی.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:45:45 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG