د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د راو انوار بندیزونو په اړه ولې څه نه وايي؟


راو انوار د نقيب مسيد تر وژنې دوه ورځې مخکې تصوير
راو انوار د نقيب مسيد تر وژنې دوه ورځې مخکې تصوير

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د وزيرستاني ځوان نقيب الله مسود په وژنه تورن راو انوار د امريکايي بنديزونو په اړه له څه ویلو ډډه کړې.

د ډسېمبر پر ۱۲مه په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو وزارت اونيزې غونډې ته په خپله وينا کې د يوې پوښتنې په ځواب کې د وزارت وياند ډاکټر محمد فصل وويل:

"موږ په راو انوار د امريکايي بنديزونو په اړه ځکه ډېر څه نه وايو چې د هغه مقدمه دا وخت په عدالت کې روانه ده".

د يادونې ده چې امريکا د ډسېمبر پر۱۰مه د وزيرستاني ځوان نقيب الله مسود په وژنې تورن د پاکستاني پوليسو پر پخواني افسر راو انوار بنديزونه ولګول.

د امريکا د خزانې وزارت پر خپله ویبپاڼه ليکلي چې نوموړي د خپلې کارې مودې پر مهال ۱۹۰ جعلي پولیس مقابلې کړي چې پکې د نقیب الله مسود په ګډون يې تر۴۰۰ زیات کسان وژلي دي.

بلخوا راو انوار دغه تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG