د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایرانی قومندان قاسم سلیماني په امریکايي برید کې وژل شوی


سلیماني د قدس ځواک مشر وو
سلیماني د قدس ځواک مشر وو

بغداد - د ایران د قدس ځواک پیاوړی قومندان قاسم سلیماني په بغداد کې په یوه امریکايي برید کې وژل شوی دی چې دا د واشنګټن او تهران ترمنځ د زیاتېدونکو اختلافاتو او ترینګلتیا ښکارندويي کوي او ښايي ایران ځوابي اقدام هم وکړي.

امریکايي او ایرانیو چارواکو د جنورۍ درېیمې پر سهار وختي د بغداد پر نړیوال هوايي ډګر پر دوو ګاډو په امریکايي حمله کې د سلیماني د وژنې تصدیق کړی چې د ایران له تر ټولو ځواکمنو کسانو څخه یو دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د امریکا اقدام "ډېر خطرناکه" بللی دی.

د دې خبر له خپرېدو سره سم، په نړیوال بازار کې د تېلو بیې څلور فیصده لوړې شوې دي.

د امریکا پوځ تر هغې لږ ساعت وروسته د سلیماني وژنه تایید کړه چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر ټوېټر د خپل هېواد بیرغ انځور خپور کړ.

رویټرز اژانس لیکي، ایراني ولسمشر حسن روحاني په ټېلېوېژني وینا کې ویلي چې د سلیماني وژنه به "ایران د امریکا پراختیا غوښتنې پر وړاندې لا قاطع کړي."

هلته ظریف پر ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې امریکا به خپل اقدام د "ټولو پایلو ذمه واره" وي.

پر ټوېټر د ظریف بیان

پېنټاګان ویلي دي چې ټرمپ د جنورۍ دویمې پر سهار د حملې منظوري ورکړې وه.

د دفاع وزرات په بیان کې ویلي: "امریکايي پوځ د ولسمشر په لارښوونه، له هېواده بهر د خپلو سرتېرو د ساتنې په موخه د ایران د انقلاب ساتونکي قدس ځواک د مشر قاسم سلیماني له وژنې سره یو پرېکنده دفاعي اقدام کړی دی."

امریکا قدس ځواک د نړیوالې ترهګرۍ ډلې په توګه نومولی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو پر ټوېټر یوه ویډیو خپره کړې او لیکلي یې دي چې عراقیان د جنرال قاسم سلیماني په وژنه "ازادي" احساسوي.

د پامپېو بیان

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د سلیماني په وژنه د "شدید ځواب" ورکولو ګواښ کړی او په هېواد کې یې درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړی دی.

د عراق دولتي ټېلېوېژن د ایران پلوې شیعه حشد شعبي ملېشې د سرچینو په حواله ویلي چې په برید کې د ډلې مرستیال مشر ابو مهدي المهندس هم وژل شوی دی.

د ایران اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک په یوه بیان کې د مهندس وژنه تایید کړې ده.

تر دې مخکې ایران پلویو عراقیو نیمه پوځي ډلو ویلي ول چې د بغداد نړیوال هوايي ډګر په ساحه کې یې پر موټرو په هوايي برید کې د دوو "مهمو مېلمنو" په ګډون پېنځه غړي وژل شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG