د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبايلي ضلعو ګڼ ځوانان وايي پر حکومتي ژمنو بې باوره دي


د دې اونۍ په "ځوانانو غږ" خپرونه کې مو د پاکستاني وزير اعظم عمران خان پر "هنرمند پاکستان پروګرام" خبرې کړي دي. د قبايلي سيمو يو شمېر ځوانان وايي له دې پروګرامه به دوی ته څه ګټه ترلاسه نشي. دوی وايي دغه هنري زده کړې به هغه چاته ګټه ورسوي څوک چې د "کامياب جوان پروګرام" لاندې قرضه ترلاسه کړي خو د دوی په خبره د قرضو اخيستو لپاره شرايط زياتره قبايل نشي پوره کولای. د خپرونې ګډونوال د پاکستان تحريک انصاف د ځوانانو څانګې يو مشر مينا خان اپريدی او د قبايلي ځوانانو غورځنګ مشر احسان الله احسان دي. د خپرونې کوربه اسرار عالم مومند دی.

خپرونه لاندې د غږ په ځای کې اورېدلی شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:40 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG