د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران پر اوکراینۍ مساپر وړونکې الوتکې دوه توغندي توغولي ول


په ايران کې د ویشتل شوې اوکراينۍ الوتکې ملبه: ۲۰۲۰، ۰۸ جنورۍ
په ايران کې د ویشتل شوې اوکراينۍ الوتکې ملبه: ۲۰۲۰، ۰۸ جنورۍ

د ایران هوايي چلند ادارې پخلی وکړ چې پر اوکراینۍ مساپر وړونکې الوتکې دوه توغندي توغول شوي ول.

الوتکه د جنورۍ پر اتمه له تهران هوایي اډې څخه د کیف پر لور له الوت وروسته ویشتل شوې او پکې ناست ټول ۱۷۶ کسان وژل شوي دي.

ایرانيو چارواکو د الوتکې د غورځیدو په اړه په دوهم ابتدایي راپور کې ویلي، ''پلټونکو موندلې چې پر الوتکه دوه ټورـ ایم یو توغندي ویشتل شوي''.

ایرانیو چارواکو ویلي په عراق کې پر امریکایی اډو د میزایل حملو وروسته هوایي دفاعي ځواک د تیارسۍ په حال کې و او په غیر ارادي توګه یې د اوکراین مساپر وړونکې الوتکه ویشتلې ده.

کاناډا، اوکراین او نورو هغو هېوادونو چې وګړي یې په هغه الوتکه کې سپاره ول له ایرانه یې غوښتنه کړې چې د پرواز لازمي مالومات او غږ ثبتونکې الې د پلټنو لپاره بهر هېوادونو ته واستوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG