په سروې خپرونه کې مو دا ځل له پېښوره فاطمه فراز سره خبرې کړي دي.
فاطمه یوه کم عمره فعاله ده چې د چاپیریال د خوندي ساتلو لپاره هلې ځلې کوي.
هغه وايي د ماحولیاتي بدلون خلاف غږ پورته کوي ځکه چې دا د وخت ضرورت ګرځېدلی دی.
فاطمه وايي خلکو کې پوهاوی پیدا کول یې هدف دې او دې لپاره به خپل کوششونه جاري ساتي.
د خپرونې کوربنه مليحه اميرزاده ده.