په شمالي وزیرستان کې د ځايي چارواکو په وينا دغه پېښه بېګا شپه د ميرامشا تحصيل په تپۍ کلي کې رامنځ ته شوه.
وژل شوي دواړه ولسي وګړي د همدې کلي استوګن ول. له پېښې وروسته وسله وال تښتېدلي دي.
له دې وړاندې تېره اوونۍ هم ناڅرګندو وسله والو د شمالي وزيرستان په دته خېل او سپينوام کې يو ولسي وګړی وژلی و.
د سرکاري سرچينو په وينا په تېر ۲۰۱۹ز کال کې په شمالي وزيرستان کې ۵۱ کسان په هدفي بريدونو کې وژل شوي ول.
بلخوا روان ۲۰۲۰م کال هلته اووه هدفي بريدونه شوي دي.