شمالي وزيرستان پوليس ادعا کوي چې د وژل شويو نجونو ويډيو جوړونکی يې نيولی دی.
د پوليسو په خبره، د شمالي وزيرستان په تحصيل شوه ګړيوم سيمه کې خپلوانو درې نجونه له هغه وروسته ووژلې چې له يوه هلک سره اېستلې ويډيو پر انټرنېت خپره شوه.
د شمالي وزيرستان د پوليسو مشر شفیع الله ګنډه پور د مې پر ۱۸ مه نېټه مشال راډیو ته وويل چې ويډیو جوړوونکی يې د ځانګړيو عملياتو پر مهال نيولی دی.
ډان ورځپاڼه ليکې چې رزمک پوليس سټېشن د مې پر ۱۴مه رپورټ درج کړی چې پکې ويل شوي چې ۱۶ کلنه او اتلس کلنه نجونه د ناموس په نوم وژل شوې دي.
شفيع الله ګنډه مشال راډیو ته وويل چې په وژنو کې يې د لاس لرلو په تور يې څلور مشکوکه کسان وار له مخه نيولي دي.
خو نوموړي زياته کړه چې د نجونو د تره زوی چې په ادعا يې اصلي قاتل دی لټون لا هم روان دی.