د دې اونۍپه ځوانانو غږ خپرونه کې مو له هغو پېغلو او ځوانانو سره خبرې کړې چې د يتيمانو او بې وزلو لپاره د اختر د پېزار، جامو او نورو شيانو بندوبست کوي.
د قبايلي ځوانانو غورځنګ په نامه غېر دولتي سازمان وايي د يتيمانو ماشومانو لپاره يې د اختر سامان اخستی.
د دې سازمان دوه مشران مصباح الدين اتمانخېل او بشره مسود وايي د دې ماشومانو د تعليم لپاره يې هم تياری نيولی دی.
همداراز د درمان په نوم د يو بل ځوانانو غېر دولتي سازمان مشر سعود شاه روغانی بيا وايي بې وزلو ته خوراکي توکي رسوي.
د خپرونې په وروستۍ برخه کې مو د ټولنيزو رسنيو فعال رضا دوتاڼي سره په ټولنيزو رسنيو کې په روانو موضوعاتو هم خبرې کړي دي. د ځوانانو غږ خپرونې کوربه اسرار عالم مومند دی.
خپرونه دلته د غږ په ځای کې اورېدای شئ: