د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان لا هم له القاعدې شبکې سره اړېکې لري: ملګري ملتونه


په افغانستان کې له بنده خوشې شوي طالبان
په افغانستان کې له بنده خوشې شوي طالبان

ملګرو ملتونو په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، د دې باوجود چې طالبانو له امریکا سره د سولې تړون لاسلیک کړی، خو هغوی اوس هم له القاعدې شبکې سره په رابطو کې دي.

دا راپور چې تېره اونۍ خپور شوی دې پکې ویل شوي دي چې د ۴۰۰ تر ۶۰۰ پورې القاعده وسله وال لا هم په افغانستان کې فعاله دي.

د امریکا او طالب مشرانو ترمنځ د فبرورۍ پر ۲۹ نېټه د قطر په دوحه کې په لاسلیک شوي تړون کې طالبان په دې رضا شوي وو، چې دوی به په افغانستان کې د القاعده وسله والو د ترهګرو بریدونو مخه نیسي. چې دا شان د دغه هېواده امریکایي عسکر په مرحله واره توګه ووځي.

خو د دې باوجو چې د دوحې په تړون کې په دې اړه واضحه خبرې شوې وې، داسې راپورونه دي چې طالبانو او د القاعدې مشرانو یو بل سره د مرستو او د خپلو اړیکو د خوندي ساتلو په اړه یو بل ته باور ورکړی دی.

بلخوا دا د ملګرو ملتونو امنیتي شورا د ۱۹۸۸ز کال د هغه قرارداد خلاف ورزي هم کوي چې پکې له طالبانو د القاعده سره د خپلو اړیکو د ختمولو، د افغانستان اساسي قانون د منلو او د تشدد ختمولو غوښتنه شوې وه.

د ملګرو ملتونو د دغه نوي راپور ترمخه تېر کال د طالبانو او القاعدې د مشرانو غونډې شوي دي او د روان کال په پېل کې یې هم داسې غونډې کړي دي چې پکې دواړو خواو د خپلو وسله والو د روزنې او پر خپلو فعالتونو خبرې کړي دي.

په امریکا کې د نهم ستمبر د پېښې وروسته چې کله د القاعده مشرانو په افغانستان کې پنا واخېسته له هغې راهیسې د طالبانو او القاعده شبکې د مشرانو ترمنځ رابطې دي.

په ۲۰۱۶ز کال کې د القاعده مشر ایمن الظواهري په ډاګه د طالبانو د نوي مشر ملا هېبت الله اخونزاده د ټاکلو د فېصلې هرکلی وکړ.

د راپور ترمخه له دغې وروسته هم طالبانو او القاعده په افغانستان کې خپلو وسله والو ته روزنه ورکړې ده.

سږ کال د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا او طالب مشرانو ترمنځ د سولې په تړون کې په دې اړه خبرې شوي دي چې له افغانستانه د امریکایي عسکرو د وتلو په بدل کې به طالبان په دغه هېواد کې تشدد کموي. او امریکا هم پر دې راضي شوې چې په افغانستان کې به په راروانو دریو میاشتو کې د خپلو عسکرو موجوده شمېره د ۱۳۰۰۰ څخه ۸،۶۰۰ ته راکموي او پاتې نور عسکر به په راروانو ۱۴ میاشتو کې له دغه هېواده وباسي. او د دغې په بدل کې به طالبان له القاعدې سره خپلې اړیکې ختموي، او د دغې ډلې پشمول به د هغو ټولو وسله والو ډلو سره مرستې ختموي چې د افغانستان پر خاوره د امریکا خلاف د ناامنیو په پېښو کې ککړې دي.

طالبان هم پر دې رضا شوي وو چې د یو مستقل اوربند لپاره به د نورو وسله والو او د افغان حکومت سره خبرې کوي.

بلخوا له افغانستانه د امریکایي عسکرو وتل د طالبانو د کړیو ژمنو له پوره کولو سره تړلې دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG