د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ازادې اروپا ازادۍ راډيو مشر جېمي فلای له کاره لیرې کړل شو


جېمي فلای
جېمي فلای

د ازادې اروپا ازادۍ راډيو مشر جېمي فلای د امريکا په مرسته د چلېدونکو نړيوالو رسنيو د مشر لخوا له دندې د ليرې کېدو اعلان کړی دی.

نوموړي نن [د جون پر ۱۸مه] خپلو کارمندانو ته په يوه لېږل شوي برېښناليک کې ويلي چې هغه د نړيوالو رسنيو لپاره د امريکايي ادارې د نوي مشر مايکل پېک لخوا خبر کړل شو چې له دندې ليري کړل شوی دی.

هغه ليکلي، ((په ډېر خپګان سره د ازادي اروپا ازادي راډيو پرېږدي.)) نوموړي پرمخ ليکلي چې د تېر يو کال پر مهال د دې راډيو مشري د هغه لپاره د ټول ژوند اعزاز دی.

بلخوا ايسوشيېټيډ پرېس خبري اژانس خبر ورکړی چې مايکل پېک د دريو نورو نړيوالو امريکايي رسنيو مشران هم له خپلو دندو ليري کړي دي.

په دغو کې د ازادې اسيا راډيو، د منځني ختيځ رسنيزه شبکه او د کيوبا رسنيز دفتر شامل دي.

پر دې سربېره د اوپن ټېکنالوجي فنډ په نوم ادارې مشر هم له دندې ليرې کړل شوی دی.

دې ادارې هم د نړيوالو رسنيو لپاره د امريکايي ادارې (يو اېس اې جي اېم) لاندې کار کاوه.

پېک دوې اوونۍ وړاندې د امريکايي سېنېټ لخوا د يو اېس اې جي اېم د مشر په حيث تاييد شو.

نوموړي د دندې له سمبالولو وروسته د ازادې اروپا ازادي راډيو، د ازادې اسيا راډيو او د منځني ختيځ رسنيزې شبکې د مجالسو ټول اوسني غړي هم بدل کړل او ځان يې د دې مجالسو مشر ونوماوه.

د نړيوالو رسنيو لپاره د امريکايي ادارې کارمندانو ته په لېږل شوي برېښناليک کې مايکل پېک ويلي چې هغه د امريکا د نړيوالو رسنيو خپلواکۍ ته ژمن دی چې په ټوله نړۍ کې خپلو اورېدونکو ته ناپيلي خبرونه او معلومات رسوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG