د لاسرسي ځای

تازه خبر

محمد صادق خان په دوحه کې د طالبانو له مشرانو سره لېدلي


د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازی محمد صادق خان.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازی محمد صادق خان.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشرانو سره کتلي او ورسره يې د سولې په پروسه خبرې کړي دي.

محمد صادق خان نن[ جون پر ۱۹مه] مشال راډیو ته په یو بیان کې ویلي چې تیره ورځ يې د قطر په پلازمینه دوحه کې د ملا عبدالغني برادر او نورو طالب مشرانو سره ملاقاتونه کړي.

نوموړي زیاته کړې چې پاکستان به په افغانستان کې د روغې جوړې او سولې لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.

د طالبانو سیاسي دفتر مشر ملا برادر په ملاقات کې ویلي چې د امریکا او طالبانو تر منځ د لوظنامې د لاندې د بندیان خوشي کول به بین الافغاني خبرو ته لار هواره کړي.

محمد صادق په خپل بیان کې ویلي چې پاکستان د بین الافغاني خبرو لپاره دوحه یو مناسب ځای ګڼي بیا هم دا د ټولو خواو پورې ده، چې په دغه اړه حتمي پرېکړه وکړي.

XS
SM
MD
LG