د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د ۱۵۰ پایلټانو سندونه تر شک لاندې دي


پاکستان قامي هوايي شرکت (پي ای اې) وايي، حکومتې پلټنو کې نزدې د يو نيم سل (۱۵۰) پایلټانو اسناد مشکوک ګرځولو وروسته يې معطله کړي دي.

د پاکستان قامي هوايي شرکت سره ۴۲۶ پايلټان کار کوي.

هوايي شرکت (پي ای اې) دا پريکړه نن، د جون پر ۲۵مه، له هغې وروسته کړي چې د هوايي چلند وفاقي وزير غلام سرور خان پارليمان ته په کراچۍ کې د الوتکې د غورځيدو پلټنو لومړنۍ راپور ورکړو.

په دې راپور کې په قامي هوايي شرکت کې د بې نظمې خبره شوي.

وفاقي وزير پارليمان ته وويل چې په جلا پلټنو کې دا خبره څرګنده شوي چې لسګونه پاکستانې پايلټان له نورو بهرنيو کمپنيو سره هم کار کوي او په غيرقانوني توګه يې دالوتکو لايسنسونه (اسناد) ترلاسه کړي.

د پاکستان هوايي شرکت (پي ای اې) يوه الوتکه د مې پر ۲۲مه په کراچۍ کې د استوګنې په یوه سیمه کې غورځېدلې وه چې پکې ۹۷ کسان وژل شوي ول. په الوتکه کې ۹۹ کسان سپاره ول.

يوه دريالس کلنه نجلۍ چې په هغه پېښه کې ژوبل شوې وه، نن یې په روغتون کې سا ورکړه.

د چارواکو په لومړنيو پلټنو کې ويل شوي ول چې دا پېښه د الوتکې د دوو انجنونو خرابیدو له وجې رامنځ ته شوي وه.

خو وفاقي وزير سرور خان پرون، د جون پر ۲۴مه، پارليمان ته وويل چې لومړنيو ناتاييد شوي معلوماتو کې د الوتکې د پايلټ تيرونې (غلطې) خبره شوي وه.

هغه وويل چې دواړو پايلټانو د الوتکې کوزېدو پرمهال د کورونا وايرس په اړه خبري کولې او پام يې کوزېدو ته نه وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG