د نړۍ په سر د انسان د ژوند ورځې معلومې دي، هغه زیاتېږي یا کمېږي نه خو دا خبره مهمه ده چې د ژوند هغه په تول تللې او معلومې شپې ـ ورځې څوک څنګه تېروي او د چا لپاره یې تېروي؟
دا ګڼه مو د پښتو ادب یو داسې خدمتګار ته ځانګړې کړېده چې اوس زموږ په منځ کې نشته خو تل به په ښه نوم یادیږي ځکه چې د خپلې مورنۍ ژبې بې حسابه او بې درېغه خدمتونه کړي دي.
همایون همدرد یادوم چې د جون په ۲۹مه د ورپېښې ناروغۍ له کبله له موږ نه په فزیکي لحاظ بیل شو خو د مینې په تار به مو له هغه سره اړیکه تل پاتې وي.
نوموړی د خیبر پښتونخوا د نوښار ضلعې په خیشکو کلي کې ۵۳ کاله وړاندې ۱۹۶۷م کال د مارچ په درېیمه نېټه زېږېدلی و او د ۲۰۲۰ کال جون میاشتې په ۲۹مه نېټه یې خپل مینه وال، دوستان، د پښتو ادب پتنګان او خپله کورنۍ تر شا پرېښوه او دی په یو داسې سفر روان شو چې څوک ترې بیرته نه ستنېږي.
همایون همدرد د خپل ژوند زیاته برخه پښتو ادب ته ورکړه او داسې نغمې یې وچېړلې چې هغه به تل د هغه د مینه والو په زړونو کې ټالۍ وهي.
همایون همدرد د بیلابیلو پښتو ادبي جرګو سره خپل تړون تر اخره وپاللو. د نوښار مرکزي پښتو ادبي جرګه، نیلاب پښتو ادبي جرګه، پښتو ادبي جرګه خویشکي او د ساهو لیکونکو مرکه پېښور نه علاوه یې هم د پښتونخوا په هره سیمه کې د شاعرانو او لیکوالانو سره راشه درشه کړې ده.
ارواښاد همدرد د اردو ژبې د نامتو شاعر فیض احمد فیض د کتاب نقش فریادي منظومه پښتو ژباړه کړې وه، د یو بل مشهور اردو شاعر ساحر لدیانوي ځیني نظمونه او د نوبل انعام ګټونکي بنګالي شاعر رابندرنات ټیګور د ګیتانجلي کتاب ژباړه یې هم کړې وه. په دې کې ځینې ژباړې یې تر اوسه لا چاپ شوې نه دي.
موږ به په دې خپرونه کې د همایون همدرد د ژوند او کار په اړه د بیلابیلو شخصیتونو سره خبرې کوو چې په څه نا څه حواله یې د ارواښاد همدرد سره تعلق لرلو.
په دې خپرونه کې د همایون همدرد زوی زرک خان، د هغه له استاد فرهاد محمد غالب ترین، د هغه له ملګري احسن خیشکي او د یو همځولي لیکوال فیض الوهاب فیض سره خبرې شوې دي.
د فېسبوک تبصرې