د سوات د پولیسو مشر ویلي دي چې په مټه کې د اېف سي یو سرتېری وسله والو نه بلکې خپل قوماندان وژلی دی.
د جولای پر ۱۶مه، د سوات د پولیسو مشر له دفتره په بیان کې راغلي چې د جولای پر ۱۵مه، د مټې پر بیاکند پوړسته د اېف سي یو سرتېری وژل شوی وو.
پولیسو لومړی ویلي ول چې دا کار "نامعلومه وسله والو" کړی.
خو د پولیسو بیان وايي، پلټنې ښيي چې محمد کبیر خپل قوماندان عثمان غني ویشتلی دی.
له بیان سره سم، د اېف سي قوماندان خپل جرم منلی او ویلي یې دي چې له وېرې یې ډزې وکړې، محمد کبیر ورڅخه په تېروتنه ولګېد او ومړ.